Language

جلال اباد کې د يوه خصوصي پوهنتون تدريسي مرستيال ووژل شو

جلال اباد (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د اريانا خصوصي پوهنتون تدريسي مرستيال د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې د جلال اباد ښار د افغان مېنې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په جلال اباد ښار کې د اريانا خصوصي پوهنتون تدريسي مرستيال شهزاده خوګياڼى په خپل شخصي موټر کې پوهنتون ته روان و، چې په افغان مېنه کې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې کړي او وژلى يې دى.

عبدالزي وويل، چې بريد کوونکي تر پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي او پوليسو يې په اړه پلـټنې پيل کړې دي.

د اريانا پوهنتون يوه محصل رحمت الله پژواک اژانس ته ومنله ، چې نن سهار دندې ته پر لاره د پوهنتون تدريسي مرستيال شهزاده خوګياڼى د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.