لښکرګاه (پژواک، ۲۵ وری ۹۳): په هلمند کې د يوه ساختماني شرکت د څلورو کارکوونکو، چې څه موده مخکې تښتول شوي وو، مړي يې موندل شوي دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان وايي، چې دغه کسان له ټاکنو يوه ورځ وړاندې د ګرشک ولسوالۍ له مربوطاتو تښتول شوي وو.
هغه د شرکت په اړه نور معلومات ورنه کړل خو زياته يې کړه، چې په تښتول شوو کې يو لوجستيکي مسوول، دوه ساتونکي او يو موټر چلوونکى وو.
د نوموړي په وينا، دغه کسان خپل دفتر ته د خوراکي توکو د لېږد پر مهال تښتول شوي وو او مړي يې د کندهار ولايت اړوند د بند تيمور په سيمه کې وژل شوي او مړي يې پرون لښکرګاه ته لېږدول شوي دي.
چوپان وويل، چې د وژل شوو کسانو له جسدونو سره طالبانو يو ليک هم اېښى ، چې په کې يې د دوى د وژني لامل د دولت پلوي په ګوته کړى دى.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي چې دغه شرکت په همدې سيمه کې د ملي اردو لپاره تاسيسات هم جوړول.
د رحيم الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې وژل شوي کسان د کاپيسا او بلخ ولايتونو اوسېدونکي وو.
د هغه په وينا، د وژل شوو جسدونه خراب او له پېژندګلوي وتلي او د سره صليب په مرسته د لښکرګاه د بست روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP