ښرنه ( پژواک، ٢٥ ورى ٩٣ ) : د پکتيکا په مرکز ښرنې ښار کې ددغه ولايت د پوهنتون د درېيو ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د پکتيکا والي محب الله صميم ددې پروژو د کار د پرانيستې پر مهال وويل ، چې د پکتيکا پوهنتون لپاره دوه تدريسي او يوه اداري ودانۍ جوړېږي .
هغه زياته کړه ، چې يادې ودانۍ به ديوه کال په موده کې د ٥٥ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړې شي .
نوموړي وويل، چې په دې وروستيو کې ددې ولايت امنيت ښه شوى، چې له امله يې د بيارغونې يو شمېر کارونه هم په پلان کې نيول شوي دي.
د پکتيکا د قومونو د يووالي شورا مشر ملامعصوم خيروي وويل، چې په هېواد کې شته ستونزې يواځې د زده کړو له لارې هوارېدلى شي.
هغه زياته کړه، چې د پوهنتون لپاره د ودانيو جوړېدو سره به ددې ولايت محصلينو ته دلوړو زده کړو لپاره ښه زمينه برابره شي.
د ځوانانو په استازيتوب ازاد خبريال عبيدالله سروضوال په پکتيکا کې د دا ډول علمي مرکز جوړېدل مهم ياد کړ او په دې برخه کې يې د سيمه ييزې ادارې هڅې وستايلې
ديوه بل خبر له مخې، د دې ولايت په مرکز ښرنه کې د پوهنې رياست اړوند ددريېم او شپږم خالي بستونو لپاره له ۲۳۴ تنو څخه دازاد رقابت ازموينه واخيستل شوه.
د پوهنې رياست تدريسي مرستيال ميراجان صحرايي پژواک اژانس ته وويل ، چې ددغې ازموينې لپاره ۲۹۸ تنو نوم لکينه کړې وه، چې له ډلې يې ۲۳۴ تنه ازموينې ته حاضر شول.
صحرايي وايي، د يادو ازموينو دګډونوالو له ډلې څخه به يې ۱۶۰ تنه د پوهنې رياست په چوکاټ کې د امريت، اونظارت په څانګوکې په مرکز او ولسواليو کې پر دندو وګومارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP