کابل (پژواک ٢٦ ورى ٩٣): په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د امريکا متحده ايالتونو د جمهوري غوښتونکي ګوند يو لوړ پوړى پلاوى د يکشنبې په ورځ افغانستان ته راغلى او د دوو ورځو لپاره په افغانستان کې و.
د دغه پلاوي مشري د امريکا د کانګرېس د مشر جان بونر پر غاړه ده او تېره ورځ يې د ايساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ، د امريکايي ځواکونو د ځينو قوماندانانو او په کابل کې د هغه د سفير جيمز کننګهم سره ليدنه او خبرې کړې دي.
د جان بونر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي: ((افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د نوي حکومت د ټاکل کېدو په حال کې دى، موږ بايد د افغانانو او امريکايانو له قربانيو مننه وکړو، چې د خپلو قربانيو په ورکولو سره يې داسې يوه فرصت ته زمينه مساعده کړه.))
د جان بونر دفتر وايي، چې له دغه سفره يې موخه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر حضور ټينګار او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو دوام دى.
په دغه سفر کې له جان بونر سره د امريکا د مشرانو جرګې د کاري ځواک او پوهنې کمېټې رييس جان کلاين، د طبيعي سرچينو د کمېټې رييس ډاک هاسټينګ او ځينو نورو سناتورانو ملتيا کوله، چې شمېر يې اوه تنه و.