کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٣ ) :د ننګرهار چارواکي وايي ، چې په حصارک او بټي کوټ ولسواليو کې يې د عملياتو پر مهال يو شمېر وسله وال وژلي او لسګونه شکمن کسان يې ژوندي نيولي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي، چې نن سهار وخته ملي ځواکونو په بټي کوټ ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه ، چې ددې عملياتو پر مهال چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو لسګونه شکمن کسان نيول شوي دي.
خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، چې امنيتي ځواکونو له بېلابېلو سيمو څخه تر ٧٠ پورې شکمن کسان نيولي دي.
د ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى ته د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په عملياتو کې مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ، خو کره شمېره يې څرګنده نه ده .
د يوه بل خبر له مخې، نن سهار وخته ددې ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د سيمې د پاڅونوالو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته پيل شوې ده.
د ولايت مقام وايي، چې امنيتي ځواکونه هم د پاڅونوالو مرستې ته ورغلي او په ولسوالۍ کې پر وسله والو مخالفينو ځمکني او هوايي بريدونه يې کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ګڼ شمېر ګڼ شمېر وسله وال مخالفين وژل شوي او ټپيان شوي، چې تر دې دمه يې کره شمېره نه ده معلومه .
د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف پژواک اژانس ته وويل ، چې نن سهار په درېيو بجو ددې ولسوالۍ په مامند کلا، ناصرخېلو او کلا خېلو سيمو کې د سيمې اوسېدونکو او وسله والو ترمنځ نښته پيل شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې سيمه ييز پوليس او نور ځواکونه هم سيمې ته رسيدلي او سخته جګړه پيل شوې ده.
نوموړي هم په نښته کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړ.
دا نښته په داسې حال کې شوې، چې څو مياشتې مخکې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو پراخه عمليات کړي وو او ويلي يې وو، چې دا ولسوالۍ يې له وسلوالو څخه پاکه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP