لښکرګاه (پژواک۲۶ورى۹۳) : په هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د هغو ١٦ محلونو د رايې د بيا شمېرنې لړۍ پيل شوه ، چې په اړه يې شکايتونه شوي وو.
په دې ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر قدرت الله نقشبندي د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددغو صندقونو د بياشمېرنې غوښتنه له مرکز څخه شوې ده.
هغه زياته کړه، دغه محلونه چې شپږ يې د لښکرګاه له بېلابېلو مرکزونو څخه دي، درې په ناوه ولسوالۍ، يو په ناد علي، درې په ګرشک، دوه په ګرمسېر او يو په خانشين ولسوالۍ کې وو او په اړه يې شکايت شوی و.
نقشبندي وايي، چې د يادو رايو د بيا شمېر لپار ه يې د ولسمشرۍ ټولو کانديدانو ناظرين خبر کړي دي.
دده په وينا ، ددې صندقونو د رايو په اړه له وړاندې هم شکايت شوی و او کله چې يې اسناد مرکز ته رسيدلي ، هغوی هم ددې رايې د کره کولو په موخه ددې کار غوښتنه وکړه.
ددې ولايت د شکايتونو دکمېسيون مشر رحيم ګل علي خېل وايي ، دوی ته ۶۲ شکايتونه راغلي ، چې تر کار لاندې دي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP