Language

افغانستان د استخراجي صنايعو د روڼتيا نوښت سازمان دايمي غړيتوب تر لاسه کوي

  کابل(پژواک، ٢٧ ورى ٩٣): د افغانستان د استخراجي صنايعو د روڼتيا نوښت ادارې چارواکي وايي، چې دا اداره هڅه کوي، په روان کال کې د استخراجي صنايعو د روڼتيا نوښت نړيوال سازمان دايمي غړيتوب تر لاسه کړي.

   ددې ادارې رييس ميرويس سرا وايي، چې د افغانستان د استخراجي صنايعو د روڼتيا نوښت دغه اداره يوه خپلواک اداره ده، چې د هېواد د کانونو روڼتيا په منظور رامنځته شوې ده.

   نوموړي ددې ترڅنګ، چې په تېرو پنځوکلونو کې د عوايدو د ټولولو په برخه کې ددې ادارې له خوا زياتې هڅې شوي، زياته کړه:((هڅه کوو، چې د استخراجي صنايعو د روڼتيا نوښت نړيوال سازمان دايمي غړيتوب تر لاسه کړو.))

 نوموړي دا ټکى نن د چهار شنبې په ورځ په کابل کې له دې سازمان سره د رسنيو او مدني ټولنو د لازياتې اشنايۍ په موخه جوړې شوې معلوماتي غونډې ته بيان کړ.

 نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، له هغه وخته چې دې ادارې په افغانستان کې خپل فعاليت پيل کړى، توانېدلي، چې دولت ته د کمپنيو او شرکتونو د لېږدېدونکو عوايدو څخه په جدي ډول څارنه او پلټنه وکړي او هر کال يې پر راپور بيا کتنه وکړي او د روڼتيا نوښت سازمان ته يې واستوي.

 سرچينې زياته کړه:(( هغه راپورونه ، چې په دې موده کې مو چمتو کړل، وتوانېدل، چې د استخراجي صنايعو د روڼتيا نوښت د نړيوال سازمان قناعت تر لاسه کړي، خو زياته هيلې شته، چې سږ کال ددې سازمان غړيتوب تر لاسه کړو.))

 نوموړى پر دې سربېره وايي، چې افغانستان به هغه وخت  د استخراجي صنايعو د روڼتيا نوښت نړيوال ټولنې د غړي  په توګه ومنل شي، چې روڼتيا ددې سازمان بورډ  د هغه هېواد د وړاندې کړو راپورونو تصديق وکړي او په ضمن کې يې ډاډ تر لاسه کړي، چې ددې ادارې  وضع شوي شرطونه  د کانونو د عوايدو په برخه کې پلي کېږي.

  د افغانستان د استخراجي صنايعو د روڼتيا نوښت (AEITI ) يو نړيوال منل شوى رضاکار سټنډرډ دى، چې د صنايعو په استخراج کې روڼتيا رامنځته کوي، د پيسو( ماليې) پروسې روڼتيا، چې دولت يې د کانونو له استخراجي کمپنيو څخه اخلي او هغه عوايد، چې له يادو سرچينو څخه دولت ته ځي، ددې ادارې له دندو څخه دي.

   افغانستان د ٢٠١٠ زېږديز کال په فبروري مياشت کې د (AEITI ) ادارې د بورډ له خوا د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د کانديد هېواد په توګه ومنل شو او ديادې ادارې سکرټريټ هم  د همدې کال په جولاى مياشت کې د افغانستان په ماليې وزارت کې رامنځته شو، څو په افغانستان کې ددې نوښت مشري پر غاړه واخلي.

 

 

Related Topics