Language

د غزني ځينو سيمو کې سنتي دودونه د نجونو د زده کړو خنډ شوي

غزني ښار (پژواک ۲٧ وری ۹۳): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي ، چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې د امنيتي ستونزو ترڅنګ ځينې سنتي دودونو هم ښوونځيوته د نجونو د تلو مخه نيولې ده.

دغه څرګندونې د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د غزني په ځينو سيمو کې د ناامنيو له امله ښوونځي تړلي دي.

دى وايي، د دې ترڅنګ د ځينو سيمو اوسېدونکو د سنتي دودونو له مخې خپلې نجونې نه پرېږدي ، چې ښوونځيو ته ولاړې شي او زده کړې وکړي.

عابد وويل، وسله وال طالبان هم خلکو ته اجازه نه ورکوي ، چې نجونې ښوونځي ته ولېږي، خو ښوونځيوته د نجونو نه پرېښودل د غزني په لرو پرتو ولسواليو کې تر ډېره يو دود ګرځېدلی دى.

د هېواد په ولايتونو او په ځانکړې توګه د غزني ولايت هغه سيمې ، چې ناامنې دي، خلک يې د نا مناسبو شرايطو او ډېر کم يې له دې امله، چې د نجونو تګ ښوونځي عار ګڼي، نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي.

د غزني د پوهنې رييس له خلکو غوښتنه وکړه، چې پخواني دودونه پرېږدې او خپلې لوڼې دې ښوونځيو ته واستوي.

د نوموړي په وينا، په لومړي ځل يې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د نجونو لپاره ښوونځی پرانيست ، چې  ډېرو نجونو په کې نوم ليکنه وکړه.

عابد وايي، دوى هڅه کوي، چې د غزني په نورو ولسواليو کې هم د نجونو لپاره ښوونځي پرانيزي او د لرې پرتو سيمو نجونو ته د درس ويلو زمينه برابره کړي.

د غزني د پوهنې رييس وويل، چې سږ کال يې په غزني کې له ۵۰ تر ۷۰ زره نوي زده کوونکي   جذب کړي دي.

دی وايي، ځينې ستونزې شته، چې له همدې امله خلک خپل اولادونه ښوونځي ته نه لېږي.

خو د هغه په وينا، ډېرى خلک پوه شوي چې له بدبختيو د خلاصون يواځېنۍ لاره زده کړې دي.

د پوهنې رييس وايي، دا چې په غزني کې د زده کوونکو شمېر له څلورو سوو زرو څخه اوړي، نو دې ته پام د ښوونکو له کموالي سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((موږ اوس په غزني کې ۳۸۰۰ بستونوته اړتيا لرو، چې بايد د پوهنې وزارت يې راکړي.))

د پوهنې رييس زياته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې د پوهنې وزارت ورته ۴۰۰ بستونه ورکړي ، چې دا د ستونزو د هوارۍ لپاره کفايت نه کوي.

عابد وويل، د غزني له نيمايي زيات ښوونځي د ښوونکو له کموالي سره مخ دي.

هغه د مسلکي ښوونکو په اړه وويل، چې دا ستونزه هم جدي ده او په دې برخه کې يې کار پيل کړى، څو له دارالمعلمين څخه فارغ شوي د ښوونکو په توګه وګوماري.

د پوهنې د رييس په خبره، چې پخوا په دغه ولايت کې ٣٧ ښوونځي د ناامنيو له امله تړلي وو، خو وايي، چې له دې ډلې ډېر يې بېرته فعال شوي، خو کره شمېره يې ونه ښوده.

عابد دومره وويل، د غزني په ناوې ولسوالۍ کې ، چې د وسله والو تر ولکې لاندې ده، هېڅ ښوونځى فعال نه دى.

هغه د ښوونځيو د ودانيو له نشتوالي هم شکايت وکړ او ويې ويل چې له نيمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

د هغه په وينا، په پلان کې لري ، چې په روان لمريز کال کې نهو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

Related Topics