جلال اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩٣): د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښته پيل شوې ده.
د سپين غر ولسوال قاسم خان د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا نښته نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ شډل بازار ته څېرمه سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې جګړه د پاکستاني طالبانو د يوه قوماندان منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام د ډلې او د امارت ډلې د وسله والو ترمنځ روانه ده.
ولسوال وويل، چې په دې جګړه کې دواړه لوري پر يوه بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي، خو تر اوسه دوى د مرګ ژوبلې په اړه يې کوم راپور نه دى ترلاسه کړى.
د سعيد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې د دې جګړې له امله د سيمې اوسېدونکو نورو سيمو ته تللي دي.
وسله والو ډلو تر اوسه رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP