Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه او ١٥ نور ټپيان شوي

چاريکار (پژواک ٢٨ ورى ٩٣): د کابل-مزار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او ١٥ نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه نن  (د وري ٢٨مه) سهار شاوخوا پنځه بجې د يادې لويې لارې په اوږدو کې د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د پل مټک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پروان د ترافيکو مديرت  د تنظيم امر محمديونس پردېس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غوربند درې په دو راهۍ کې د سپرليو ٣٠٤ موټر له يوه ټېلر سره ټکر کړى دى.

هغه زياته کړه چې ٣٠٤ مسافر وړونکى بس له شمال څخه کابل او ټېلر له کابل څخه د باميان ولايت پر لور روان و.

پردېس وويل چې په دې پېښه کې د ټېلر موټر دوه تنه مړه او د ٣٠٤ موټر ١٥ سپرلي ټپيان شوي دي.

دى وايي چې ټپيان د چاريکارو روغتون ته لېږدول شوي، خو د پنځو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د پردېس په وينا، دا پېښه د دواړو موټرو د چلوونکو د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.

په چاريکارو کې د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالقاسم پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې پېښې ورته درى مړي او ١٥ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دريو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و او هغوى يې کابل ته لېږدولي او د پاتې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.