Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيکا په سرروضه کې يو کور د اور خوراک شو

ښرنه (پژواک ۲۹ وری ۹۳): د پکتیکا ولایت د سرروضې ولسوالۍ اړوند په يوه کور کې د اور لګېدنې له امله يوه شپږ کلنه نجلۍ مړه شوې او کور هم په بشپړ ډول سوځېدلى دى.

د کور خاوند عبدالعلیم وايي، تېره شپه ناوخته په داسې حال کې چې دوی ویده وو، کور یې اور واخیست.

نوموړي وویل: ((موږ یوازې په دې وتوانېدو چې له یوې شپږ کلنې ماشومې پرته د کور نورغړي له اوره وژغورو.))

عبدالعليم زياته کړه، چې وروسته کليوال هم مرستې ته ور ورسېدل او اور يې مړ کړ.

هغه ادعا کوي، چې په کور کې يې د پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت، چې په هغو کې نغدې پيسې، د کور وسايل، جامې، سره زر او داسې نور توکي دي، سوځېدلي دي.

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل: ((دغه کور د سرروضې کلي د اغا صېب د جومات اړوند و او د اورلګېدنې لامل یې لا تر اوسه نه دی معلوم شوی.))

نوموړی وایي، چې زيانمه کورنۍ اوس نه د خوړو لپاره څه لري او نه هم د اسېدو لپاره ځاى او له مرستندويو اړوندو ادارو غواړي چې مرسته ورسره وکړي.

نعمت الله وویل، چې ياده کورنۍ له چا سره دښمني نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د پکتیکا په یو شمېر نورو سیمو کې دې ته ورته د اور لګېدنې پېښو او د ګازډبو چاودنو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.