جلال اباد ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٣ ) : د ختيځ په درې ولايتونو کې په ټاکنو کې ددرغليو او سرغړونو په اړه لسګونه شکايتونه شوي ، چې څېړنه يې پيل شوې ده.
په ننګرهار ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس ډاکټراختر محمد اجمل د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شکايتونو په رڼا کې د دوو مرکزونو رايې قرنطين شوي او د ٤٢ محلونو رايې چې مشکوکې دي، تر کار لاندې او څېړنه يې کېږي
اجمل وايي ، چې ٦٥ نور محلونه تر شک لاندې دي او ډېر ژر به ددې محلونو په اړه هم پرېکړه وشي.
د نوموړي په وينا، د شکايتونو څېړنې روانې دي، خو تر اوسه يې کوم کانديد او نور کسان نه دي جريمه شوي.
په ننګرهار ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس وويل ، چې شکايتونه يې په څلورو کټګوريو وېشلي او په ترتيب يې څېړنه کوي.
په دې ولايت کې د شکايتونو د کمېسيون مشر ډاکټر عبدالودود افغان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې ٨٨ تحريري شکايتونه شوي، چې څېړنه يې روانه ده.
د هغه په وينا، لسګونه نور ټېلېفوني شکايتونه هم شوي، خو هغه مستند نه دي.
په لغمان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مسوول نعمت الله ساپي پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې ولايت کې هېڅ صندوق نه دى قرنطين شوى .
هغه زياته کړه، چې دوى خپل راپور مرکز ته لېږلى او ديو شمېر شکايتونو څېړنه روانه ده.
ددې ولايت د شکايتونو د کمېسيون مسوول محمد اېمل حقمل پژواک ته وويل ، چې په دې ولايت کې ١٦١ تحريري او ټېلېفوني شکايتونه شوي ، چې ٢١ يې جدي دي.
نوموړى وايي ، چې تر اوسه دوى څوک جريمه کړى نه دى.
د نورستان د ټاکنو د کمېسيون مشر عزت الله حليم وايي، چې په دې ولايت کې د ټاکنو ١٢ مرکزونه تر شک لاندې دي او څېړنې يې روانې دي.
د يادونې ده ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه، ترسره شوې. د کمېسيون له خوا په اعلان شويو لس سلنه پايلو کې ډاکټر عبدالله ٤٢ سلنه او اشرف غني ٣٨ سلنه رايې اخيستې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP