Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل(پژواک،  ٣٠ورى ٩٣): د سعودي عربستان د يوې مرستندويه ټولنې له خوا په نورستان ولايت کې له ١٥٠٠ بيوزلو کورنيو سره مرسته وشوه.

 دغه مرسته  د وري په ٣٠مه، د ياد ولايت د مرکز پارون په شمول د يوشمېر ولسواليو په  بيوزلو کورنيو وېشل شوې دي. 

  د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې له يادې ټولنې څخه مننه وکړه او زياته يې کړه،  چې د نورستان خلک ډير بې وسه دي او لازياتو مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، چې دغه مرسته هغه چاته ورکول کيږي ، چې مستحق يې وي.

په ختيځ زون کې د يادې ټولنې مسوول فضل هادي پژواک ته وويل، چې هرې کورنۍ ته يوه کمپل، لــس کيلوګرامه وريجې، لس کيلوګـرامه لوبـيا، درې کيلوګرامه غوړي، يوکيلو شين چای او پنځه کيلوګرامه بوره ورکړل شوي .

هغه زياته کړه، چې دوى يادې کورنۍ له يوې سروې وروسته په ګوته کړې دي.

ديادولو ده، چې له دې مخکې هم دغې ټولنې په کونړ ،کاپيسا او کابل کې پر بيوزلو کورنيو مرستې وېشلې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.