Language

اسعد اباد ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٣ ) : په کونړ کې د  ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون وايي ، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو اړونده د رايو  يوشمېر صندوقونه يې قرنطين کړي دي.

په دې ولايت کې د  ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون  رييس مرتضی حبيب يار د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا صندوقونه د ناړۍ او څوکۍ ولسواليو دي.

هغه زياته کړه ، چې په يادو ولسواليو کې د رايو د درېيو مرکزونو صندقونه  دي، چې شکايتونه  يې شوي  او تر څېړنو وروسته قرنطين شوي دي.

دى وايي، چې په صندوقونو کې مشکل موجود و او د مرکز د هدايت پر اساس يې د يادو صندقونو څېړنه وکړه .

د حبيب يار په وينا، ددې صندوقونو د پايلو په فورمو کې د محل د مسوول لاسليک نه و او مهرونه هم پرې نه وو ، لګېدلي.

ده زياته کړه، چې په دې صندوقونو کې داسې رايې هم وې، چې د رايو پاڼې يې نه وې قات شوې .

د هغه په وينا، ددې صندقونو په اړه  څېړنې ته د کانديدانو استازي ، د فيفا غړي ، ناظرين او د رسنيو استازي ورغوښتل شوي وو.

د يادونې ده ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه، ترسره شوې. د کمېسيون له خوا په  اعلان شويو لس سلنه پايلو کې ډاکټر عبدالله ٤٢ سلنه او اشرف غني ٣٨ سلنه رايې اخيستې دي.