مزارشريف (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د بلخ د ټاکنيزو شکايتو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې له تېرې ورځې د ټاکنو اړوند د شکايتونو دوسيې بندې شوې او د اسناد لرونکو شکايتونو پر بنسټ يې د ۲۶ مرکزونو د قرنطين وړانديز مرکز ته کړی دی.
دوی وايي، چې په بلخ د ټاکنو کمېسيون د مرکزي دفتر له خوا د وري د ١٦مې د ټاکنو د ۱۷ مرکزونو، چې ۸۳ صندوقونه کېږي، د بيا کتنې او شمېرنې لړۍ روانه ده، چې تر دې دمه يې ۵۰ صندوقونه کتل شوي دي.
د دغه ولايت د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کمېسيون مسوول دادمحمد انابي د وري په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بلخ کې د ټاکنو اړوند ۱۲۶ شکايتونه شوي وز، چې له تېرې ورځې يې د څېړلو لړۍ پای ته ورسېده.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو شکايتونو کې ۲۶ يې له اسنادو سره وړاندي شوي وو، چې پر بنسټ يې د دغه ولايت د ۲۶ مرکزونو د قرنطين وړانديز د ټاکنو د شکايتو مرکزي دفتر ته شوی دی.
د هغه په وينا، دغه مرکزونه د مزارشريف ښار سربېره د دغه ولايت په ۱۴ ولسواليو پورې اړه لري؛ خو ډېری صندوقونه د ولايت مرکز مزارشريف ښار، زارع او چمتال ولسواليو کې دي.
انابي وويل، چې پاتې ۱۰۰ شکايتونو له ځان سره وړ اسناد نه لرل؛ نو ځکه يې له مخې کوم صندوق قرنطين نه شول.
نوموړي زياته کړه: ((ممکن پاتې سل شکايتونو کې هم مهم شکايتونو وو، خو د اسنادو د نه لرلو له امله يې کيفيت له لاسه ورکړل، موږ خلکو د تېرې جمعې تر ورځې پورې وخت ټاکلی و، چې د خپلو شوو شکايتونو اړوند اسناد موږ ته ورسوي؛ خو چا ونه رسول، همدا وه، چې د شکايتونو د څېړلو لړۍ بنده شوه او له دې وروسته به راوړل ګټه ونه لري.))
د هغه په وينا، دوی هم تر خپلې وسه هڅه وکړه، چې د پاتې سلو شکايتونو اړوند اسناد ترلاسه کړي؛ خو ونه توانېدل.
د شکايتونو د کمېسيون مسوول وويل، چې له تېرې اونۍ، چې د يو شمېر مرکزونو د بيا کتنې او شمېرنې لړۍ پيل شوې وه، لا هم روانه ده.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د مرکز په امر په بلخ ولايت کې د ۱۷ مرکزونو، چې ۸۳ صندوقونه کېږي، د بيا کتنې او شمېرنې لړۍ روانه کړې وه.
د هغه په وينا، تر دې دمه يې ۵۰ صندوقونه کتل شوي، چې ځينو تخنيکي سرغړونې يې لرلې.
انابي د تخنيکي سرغړونو بېلګې داسې په ګوته کړې: ((په ځينو صندوقونو کې د پايلو د فورمې په کاپي باندې مهر لګول شوی نه و، يو صندوق يو قفل مات و، په ځينو صندوقونو کې د رايو پاڼې اصولي قات شوې نه وې، بلکې تاو کړای شوې اچول شوې وې.))
همداراز داسې صندوقونه هم په کې وو، چې د رايو پاڼې به په کې د ولسمشرۍ د کانديدانو وې او د رايو د پاڼو کوندې به په کې د ولايتي شورا د کانديدانو.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د خپلې بيا کتنې له مخې ويلى شي، چې د درغليو کچه د نشت برابر وه او سرغړونو ډېری تخنيکي بڼه لرله.
د هغه په وينا، دغه سرغړونې د ټاکنو کمېسيون د کار کوونکو د بې تجربګۍ له امله شوې وې خو د دې هم شونتيا شته، چې د نورو خلکو له لوري د لاسوهنو له لارې د درغليو هڅه شوې وي.
د يادونې ده، د بلخ ولايت د شکايتونو کمېسيون د ۲۶ مرکزونو د قرنطين له وړانديزه مخکې د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون هم د ۱۷ مرکزونو د قرنطين کېدو وړانديز مرکزي دفتر ته کړی و.