Language

“د سرحدي پوليسو روزنې ته پوره چمتووالى نيول شوى”

جلال اباد (پژواک ٣١ ورى ٩٣): په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون چارواکي وايي چې د روان کال د اوړي په موسم کې د امنيت د ټينګښت او د سرحدي پوليسو د مسلکي وړتياوو د لوړولو لپاره پوره چمتووالی لري.

يادو چارواکو دغه څرګندونې نن (د وري ٣١مه) د ١٣٩٣ لمريز کال د ښوونيز او روزنيز بهير د پرانيستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د لومړي نمبر سرحدي زون قوماندان جنرال ولي خان شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د اوړي په موسم کې د سرحدي پوليسو د روزنيز بهير په ترڅ کې د مسلکي وړتياوو د لوړولو په موخه بنسټيز پلانونه چمتو کړي او نن يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ياد کال ښوونيز بهير پرانيست.

هغه وايي چې د اوړي موسم په ښوونيز بهير کې په بېلابېلو برخو کې عملي او نظري روزنې شاملې دي، چې خپلو ځواکونو ته به يې ورکوي.

 د نوموړي په وينا، دمګړۍ هم د سرحدي پوليسو ۹۶ سرتېري په بېلابېلو برخو کې تر روزنې لاندې دي.

ولي خان شينوارى زياته کړه: (( تېر کال سرحدي پوليسو له ملي اردو او ملي پوليسو سره اوږه په اوږه په عملياتو کې برخه اخيستې او هم يې د ټاکنو د امنيت په خونديتوب کې پراخه ونډه لرله.))

د لومړي نمبر سرحدي زون قوماندان زياتوي چې په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د سرحدي پوليسو په لومړي زون قوماندانۍ پورې مربوطو جزوتامونو په کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې له ملي پوځ او ملي پوليسو سره ۶۵ ګډ عمليات ترسره کړي او هم يې د وسله والو د ځپلو په موخه ۱۰۳ کمينونه په خپلواکه توګه ترسره کړي.

د ده په وينا، سرحدي ځواکونو د پولو د ساتنې په موخه يې ۳۵۶۹ مستقلې ګزمې ترسره کړې چې په پايله کې يې مخالفينو ته درانه ځاني او مالي تاونونه اړولي دي.

هغه زياته کړه، د ننګرهار، کونړ او نورستان په ولايتونو کې پر ډيورنډ کرښه د تګ راتګ ټولې لارې د سرحدي پوليسو په کنټرول کې دي او په ښه توګه ترې ساتنه کوي.

نوموړي وويل: ((موږ چې د ښوونيز او روزنيز کال پرانيسته کوو موخه يې دا ده چې پر ټولو وسلوو زموږ ځواکونه پوه شي او د کارولو طريقه يې هم ياده کړې ده.))

د لومړي نمر سرحدي زون د ثقيله ټولي قوماندان سمونمل سميع الله هم وويل چې په تېر کال کې يې وسله والو مخالفينو ته د پام وړ تلفات ورکړي دي.

ده زياته کړه: ((سرحدي پوليس ورځ تر بلې پياوړي کېږي او وروسته له دې به هم هڅو کوو چې ښې لاسته راوړنې ولرو.))

که څه هم د سرحدي پوليسو چارواکي د پولو د ساتنې په برخه کې له خپلو هلو ځلو خبره کوي، خو بيا هم يو شمېر ختيځ مېشت په دې باور دي چې د ډيورنډ پولې دواړو خواو ته ګڼې غيرې قانوني کړنې روانې دي او لا هم يو شمېر وسله وال موجود دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.