کندهار(پژواک،٣١ورى٩٣):په کندهار ولايت کې ميرويس حوزوي روغتون ته نوې عمليات خونه جوړه او پرانيستل شوه.
د عمليات خونې د دغې نوې ودانۍ د پرانيستلو په مراسمو کې د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، د کوچنيانو د مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا او د سره صليب د نړيوالې کمېټې استازي ګډون کړى و.
د ودانۍ د پرانيستې پر مهال ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، دا چې ميرويس روغتون د حوزې په کچه فعاليت کوي او د عادي ناروغانو تر څنګ ورته د جګړې، ترافيکي پېښو او ماين چاودنو ټپيان هم راوړل کېږي، نو دغسې يوې عمليات خونې ته سخته اړتيا ليدل کېدله.
هغه زياته، د نوې عمليات خونې په جوړېدو سره، چې د سره صليب د نړيوالۍ کمېټې په ١٠٠ زره ډالره لګښت جوړه شوې، د هغوى ستونزې حل شي او په روغتيايي خدماتو کې به چټکوالى راشي.
ده دغه راز وويل، چې نوې عمليات خونه شپږ بستره لري او د درېيو مياشتو په موده کې په مجهزه توګه جوړه شوې ده.
د پخلا په خبره، ميرويس حوزوي روغتون هره مياشت د بېلابېلو ولايتونو د لسګونو زرو ناروغانو درملنه کوي او دغه راز په يوه کال کې شاوخوا ١٣ زره بېلابېل جراحي عمليات تر سره کوي.
د کندهار د والي مېرمنې او د کوچنيانو د مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا د سره صليب له نړيوالې کمېټې مننه وکړه، چې په دغه ولايت کې د روغتيايي خدماتو په برخه کې يې زياتې مرستې کړې دي.
په سوېل کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې مشر ادېب وويل، دا چې کندهار يو له مهمو ولايتونو دى او د نورو ولايتونو ناروغانو هم د درملنې لپاره ميرويس روغتون ته راوړل کېږي، نو دغلته مرستو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.
هغه ژمنه وکړه ، چې په روغتيايي برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ميرويس روغتون ، چې شاوخوا ٤٠٠ بسترونه لري، د ټول سوېلي زون په کچه فعاليت کوي او په زرګونو ناروغان پکې تداوي کېږي، چې د چارواکو په وينا، د خلکو ډېروالي ته په کتو بسنه نه کوي.
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د کندهار ښار په عينو مېنه کې د يوه ٣٥٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې په ١٣٧ جريبه ځمکه کې د ټول سوېلي زون په کچه جوړېږي.
پر دغه روغتون ٩،٢ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د روغتيا وزارت له بوديجې ورکول کېږي او په څلورو کلونو کې به يې د رغولو چارې بشپړې شي.