لښکرګاه (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۳): د هلمند والي وايي، چې د کندهار لپاره د طالبانو د والي ډاکتر واسع مړی د دغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې موندل شوى دى.
د کندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې دغه طالب مشر د ارغستان او ميوند ولسواليو تر منځ د بند تيمور په دښت نومې سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له دوو ملګرو سره وژل شوى دى.
خبرپاڼې په دوام ويلي وو: ((ډاکټر واسع د وسله والو طالبانو له لوري په کندهار کي د والي په توګه خپل غير اسلامي فعاليتونه ترسره کول.))
د هلمند والي جنرال نعيم د غويي په لومړۍ نېټه د دغه ولايت په امنيې قوماندانۍ کې خبريالانو ته وويل، ډاکتر واسع، چې څو ورځې وړاندې په جګړه کې وژل شوی و، تېره ورځ يې مړى وموندل شو.
د ده په خبره، که څه هم د ډاکتر واسع په وژل کېدو سره به د وسله والو طالبانو فعاليتونو کمزوري شي، خو وايي چې افغان دولت د خپلو وسله والو مخالفينو په وژل کېدو خوښ نه دى او هڅه کوي، چې د سولې له لارې روانې ستونزې حل کړي.
نوموړي وويل، د دغه طالب مشر جسد يې د هغه کورنۍ ته وسپاره او غوښتنه يې ترې وکړ، چې د سولې په پروسه کې مرسته وکړي څو په راتلونکوکې د دې ډول پېښو مخه ونيول شي.
والي دا ونه ويل، چې د طالبانو د والي ياد مړى يې کله او چېرې د هغه کورنۍ ته سپارلى دى.
دغه راز د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال ارکانحرب عبدالقيوم باقي زوی خبريالانو ته وويل ډاکتر عبدالواسع چې اصلي نوم يې قاري عبدالحميد و، د طالبانو له خوا دکندهار لپاره تش په نوم والي ټاکل شوی و.
نوموړي زياته کړه، ياده نښته پنځه ورځې وړاندې د دغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
هغه وويل، چې د ډاکتر واسع ترڅنګ دری نور وسله وال هم وژل شوي دي او په همدې اړه په ترسره شوو عملياتو کې اته تنه نور شکمن نيول شوي دي.
د ده په خبره، د يادو عملياتو پر مهال يو پيک اپ موټر، درى ميله وسلې هم د پوليسو لاسته ورغلې دي.
قوماندان وويل، چې په دې نېښته کې يو پوليس وژل شوی او دری نور ټپيان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP