جلال اباد (پژواک ١ غويى ٩٣): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې يې د لسګونو عملياتو په ترڅ کې سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او هم يې لسګونه ميله سپکه او درنه وسله يې ترلاسه کړې ده.
د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ کې نن د دوبي د عملياتي او روزنيز پلان د پيل په مراسمو کې د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې ګڼ ګډ او ځانګړي عملياتونه ترسره کړي دي.
ده زياته کړه، په ننګرهار کې ملي پوليسو، ملي اردو، سرحدي پوليسو او عامه نظم پوليسو ښې لاسته راوړنې لرلې او هڅې يې د ستايلو وړ دي.
هغه وايي: ((په ټاکنو کې امنيتي ځواکونو خپله پراخه ونډه او خپله وړتيا ثابته کړه او په راتلونکي کې هم موږ ژمن يو، چې همدارنګه امنيت ټينګ کړو.))
د نوموړي په وينا، په ياده موده کې يې د ننګرهار په ۲۱ ولسواليو کې د ګډو او جلا عملياتو پر مهال ۲۲۰ وسله وال وژلي او تر۲۵۰ ډېر يې ټپيان کړي دي.
امنيه قوماندان وايي، په يادو عملياتو کې يې يو شمېر وسله والو ژوندي هم نيولي دي او دوى په راتلونکي کې هم پلان لري، چې نور عملياتونه په لاره واچوي.
د هغه په خبره، په عملياتو کې يې لسګونه د ټاکنو مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ څخه هم خلاص کړي او هم يې په ځينو ولسواليو او لويو لارو کې پوستې ځاى پر ځاى کړې دي.
دى زياتوي، پوليسو يې ۱۲۰ ميله وسلې، يوه زياته اندازه مهمات، سلګونه ماينونه کشف او ترلاسه کړي او هم يې د طالب وسله والو ډېر بريدونه شنډ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP