Language

د قرغيو ولسوالۍ د حقوقو مدير ووژل شو

جلال اباد( پژواک، ٢ غويى ٩٣ ) : د  لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د حقوقو مدير نن سهار په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٢مه، پژواک  خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د درونټې په سيمه کې وشوه.

هغه زياته کړه ، چې نن سهار په اوه نيمو بجو د قرغيو ولسوالۍ د حقوقو مدير شاه محمود قريشي په خپل موټر کې له کور څخه د دندې پر لوري روان و، چې د درونټې په بازار کې يې په موټر چاودنه شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې هغه لومړى ټپي او وروسته يې ساه ورکړې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل ، چې د هغه په موټر کې چسپکي ماين ځاى پر ځاى شوى و.

په جلال اباد کې د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې له درونټې څخه يو جسد او ٦ ټپيان ورته راوړل شوي دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

تراوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.