Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پایلو اعلان شنبې ورځې ته وځنډول شو

کابل ( پژواک، ۲ غویی ۹۳ ) : د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې دولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د پنجشنبې ورځې پر ځای د شنبې په ورځ اعلان شي.

 د ټاکنو د مهالویش له مخې ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو لومړن پایلې لومړنۍ پایلې د غویي په ۴مه، د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د غویي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو دریمه برخه اعلان شي او وروستۍ قسمي پایلې به د شنبې په ورځ اعلان شي.

سرچینې زیاته کړه، چې پایلې د رای ورکوونکو د ارادې ښکارندوی دی، د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د ټاکنو په پروسه کې ټولې بې نظمۍ څیړي .

په خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم دغه څیړنې پروسه یو څه ځنډنی کړې خو دا څیړنې د ټاکنو د و روستیو پایلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ددارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل ویلي چې دوی به په بشپړ صداقت سره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د وري په ۱۶مه ترسره شوې دي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو د شاوخوا ۵۰ سلنه شمیرل شویو رایو پایلې اعلان کړي چې له مخې یې  ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤٤،٤ سلنه رايو (١٥٣٦١٣٣ رايې) په درلودو سره بيا هم تر ټولو کانديدانو مخکى دى. ورپسې ډاکټر اشرف غنى دى، چې د ١١٤٦٢٥١ رايو په اخيستو ٣٣،٢ سلنه رايې يې ترلاسه کړي او همداراز زلمى رسول د ٣٥٧٩٠٣ رايو په اخيستو د ١٠،٤ رايو په لرلو سره درېيم مخکښ کانديد دى.

همدا ډول پاتې پنځو کانديدانو د ټولو شمېرل شويو رايو، ١٢ سلنه خپله کړې ده.

عبدرب الرسول سياف ٧ سلنه (٢٤١٠١٤ رايې)، انجنير قطب الدين هلال ٧،٢ سلنه (٩٤٥٥٦ رايې)، محمد شفيق ګل اغا شېرزي ١،٦ سلنه (٥٥٧٧٨ رايې)، داوود سلطان زوى ٠،٥ سلنه (١٦٩٠٨ رايې) او هدايت امين ارسلا ٠،٢ سلنه (٨٣٦٧) رايې اخيستي دي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون پر بنسټ، د ولسمشرۍ کرسۍ لپاره په ټاکنو کې١+%٥٠ رايې ته اړتيا ده ، چې يو کانديد د ټاکنو ګټونکى شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو، د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته په دوو اونيو کې ترسره کېږي، چې د لومړي دور دوه مخکښ کانديدان په کې سيالي کوي. وروستۍ پايلې د غويي په ٢٤ مه اعلانېږي.

په دويم پړاو کې د ډېرو رايو ترلاسه کوونکى، د ټاکنو ګټونکى دى.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روانې وري مياشتې په ١٦ نېټه ترسره شوې، چې د ټاکنو کمېسيون د اټکل له مخې، پکې تر اوو ميليونو ډېرو خلکو برخه اخيستې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.