Language

د کندهار- سپين بولدک لويې لارې د دوه طرفه کېدو سروې پيل شوه

کندهار ( پژواک، ٢ غويى ٩٣ ) : د کندهار ولايت د فوايد عامې رييس وايي، چې د کندهار- سپين بولدک د لويې لارې د دوه طرفه کېدو په موخه يې د سروې چارې پيل کړي، چې يوه مياشت وخت به واخلي.

د فوايد عامې رييس عبدالمحمد احسان د غويي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه سړک د سروې لپاره له مرکز څخه د وزارت اړوند يو دوولس کسيز پلاوى راغلى، چې همدا نن د غويي په دويمه خپلې چارې پيل کړي.

هغه زياته کړه، له کندهار هوايي ډګر څخه تر سپين بولدک پورې غځېدلى سړک ٨٠ کيلومتره اوږدوالى او نهه متره بر لري.

د نوموړي په وينا، د سروې په پايله کې به معلومه شي، چې د سړک په اوږدو کې څومره شخصي ملکيتونه له منځه ځي، چې وروسته به يې په اړه بشپړ راپور وزارت ته وړاندې شي.

دى وايي، په پلان کې ده ، چې د دغه سړک په امتداد د ٩ متره بر او د ٨٠ کيلومتره اوږدوالي په لرلو يو بل سړک وغځول شي او د دواړو سړکونو د بېلوالي په موخه به يې په منځ کې يو ګلدان هم ورغول شي.

احسان دغه راز وويل، چې د سروې په پايله کې به د دغه سړک د لګښت اندازه هم معلومه شي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د فوايد عامې وزارت له راغلي پلاوي سره په ليدنه کې وويل، چې د کندهار- سپين بولدک لويه لاره د هېواد په اقتصادي وده کې مهم ځاى لري.

هغه له فوايد عامې وزارت څخه مننه وکړه، چې په دې وروستيو کې يې دغه ولايت ته پام زيات کړى دى.

د  نوموړي په وينا، د يادې شوې لويې لارې له دوه طرفه کېدو سره به نه يواځې د ترانزيټ په برخه کې پرمختګ وشي، بلکې خلکو ته به د تګ راتګ اسانتياوې زياتې شي او د ترافيکي پېښو کچه به ټيټه شي.

د يادونې ده ،چې څه موده وړاندې د فوايد عامې وزارت د کندهار ښار له دوراهي سيمې څخه تر کندهار هوايي ډګر پورې د سړک د دوه طرفه کېدو چارې پيل کړې، چې دوه ميليارده دوه سوه اتيا ميليونه اولس زره نهه سوه دېرش ميليونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

دغه سړک ، چې د کندهار- سپين بولدک د لويې لارې يوه برخه ده، ١٦،٥ کيلومتره اوږدوالى او ٧٤ متره عرض لري او د جوړېدو چارې به يې په دوو کلونو کې بشپړې شي.

د کندهار- سپين بولدک لويه لاره ، چې ټولټال ١١٠ کيلومتره اوږدوالى لري، نه يواځې دا چې هره ورځ ورباندې زرګونه وګړي تګ راتګ کوي، بلکې ډېرى تجارتي اموال د پاکستان له کراچۍ بندر څخه له دې لارې افغانستان ته راوړل کېږي.

Related Topics