کابل ( پژواک، ٢ غويى ٩٣ ) : د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون رييس قيس حسن وايي ، چې نن ولسمشر دوى ته له دندې د کابل ښاروال دلرې کولو ډاډ ورکړ.
د دغه کمېسيون رييس قيس حسن د غويي په ٢مه تر غرمې ورروسته پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن د دوى د کمېسيون ٢٢ او د کابل ولايت ١٧ وکيلانو په ګډون ٣٩ وکيلان په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره وليدل.
هغه زياته کړه ، چې دوى تر غرمې مخکې په لس نيمو بجو له ولسمشر سره کتنه پيل کړه او تر ١٢ بجو پورې يې هغه سره د کابل ښاروال د فساد او غصب په اړه خبرې وکړي.
د قيس حسن په وينا، په دوولسو بجو ولسمشر ولاړ ، خو دوى په دغه خونه کې اعتصاب پيل کړ.
دى وايي: (( تر غرمې وروسته په ٢:٣٠ بجو د ولسمشر ددفتر رييس عبدالکريم خُرم راغى ، موږ ورته وويل، ترهغه پورې نه ځو، چې ولسمشر زموږ غوښتنې ته مثبت ځواب نه وي ورکړى. ))
ده زياته کړه، چې خُرم ولسمشر حامد کرزي سره تر خبرو وروسته دوى ته وويل ، چې د کابل ښاروال يونس نواندېش چين ته په رسمي سفر تللى او هلته يو قرارداد لاسليک کوي.
د قيس حسن په وينا، هغه ورته ډاډ ورکړ، چې کله ښاروال له چين څخه راستون شو ، نو دنده به يې تعليق او په اړه به يې څېړنې پيل کړي.
د ولسي جرګې يو بل وکيل او د ياد کمېسيون غړي ميربت خان منګل هم پژواک اژانس ته وويل ،چې لسګونو وکيلانو نن د کابل ښاروال په اړه ولسمشر سره وليدل.
هغه زياته کړه، چې دوى له ځانه سره د ښاروال د فساد او خيانت په اړه ٢٧ دوسيې هم وړې وې او ولسمشر ته يې په اړه معلومات ورکړل.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ارګ نظر واخلي، خو بريالى نه شو.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون،د کابل ښاروال په ميليونونو ډالرو اداري فساد تورن کړى او د هغه د دندې د ځنډېدو غوښتنه يې کړې وه.
د دولتي استملاک شويو ملکيتونو غيرقانوني ويش، د غيرقانوني لوړ پوړو ودانيو لپاره د جواز ورکړه، د ځمکې غصبول، د خپلو زامنو په نوم د اوسېدو نومرو اخيستل او د خلکو استازو ته د ځواب نه ورکړه، ټول هغه تورونه دي، چې د دغه کمېسيون او د ولسي جرګې د ځينو غړو له لوري، د کابل پر ښاروال لګول شوي دي.
خو کابل ښاروال ددې وکيلانو ادعاوې بې بنسټه او له غرض څخه ډکې بولي.
هغه پخوا پژواک اژانس ته ويلي وو: (( دا د هغوى نظر دى، موږ د غير قانوني ودانيو د ورانولو يو ستر پروګرام په مخکې لرو، نو ځکه هغوى داسې بې بنياده تورونه په ما پورې کوي.))
نواندېش زياته کړې وه ، دې کسانو چې کوم شور او ځوک پورته کړى ، ښايي د دوى جايدادونه د ورانولو په همدې پروګرام کې شامل وي.
د کابل ښاروال له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتي وو، چې دغه تورونه وڅېړي، که چېرې رښتيا وي ، نو له سرغړونکي سره بايد قانوني چلند وشي او که چېرې له واقعيته لرې وي، نو له هغو کسانو څخه، چې دغه تورونه يې وارد کړي، پوښتنه وشي او محکمې ته کش کړاى شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP