Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ٢ غويى ٩٣): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې روسيه په سيمه کې مهم رول لري او د روسيې اقتصادي او سياسي پياوړتيا، د سيمې د پياوړتيا سبب ګرځي.

ولسمشر دغه څرګندونې نن د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره په ګډه ناسته کې وکړې.

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته نن په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په ياده ناسته کې چې نن غرمې وړاندې په ارګ کې تر سره شوه، دواړو خواوو د افغانستان او روسيې تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو د پراخولو او همدارنګه د سيمې د حالاتو په اړه خبرې اترې وشوې.

خبرپاڼې زياته کړې، چې کابلوف ولسمشر کرزي ته د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين نيکې هيلې او احترامات وړاندې کړل او په کريميه او اوکراين کې يې د وروستيو بدلونونو په اړه د افغانستان خپلواکه دريځ وستايه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي زياته کړه، چې هېواد يې له افغانستان سره د نظامي او اقتصادي همکاريو ادامې ته ژمن دى.

په مقابل کې د هېواد ولسمشر، د روسيې او افغانستان تر منځ د اړيکو له پراختيا ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د افغانستان راتلونکى ولسمشر او حکومت به هم د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه او د نږدې اړيکو ساتلو ته ژمن وي او د پخوا په پرتله به ورته ډېره پراختيا ورکوي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.