Language

١٢ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني (پژواک،٢غويى۹۳):د غزني ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې په وسله واله نښته کې ٩ وسله وال ووژل او ٣ نور يې ټپيان کړل.

په غزني کې د۲۰۳ تندر قول اردو ددرېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار ناوخته د قره باغ ولسوالۍ دخانزمان خېلو په سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوه امنيتې پوسته  بريد وکړ.

د سلطاني په وينا، وروسته سيمې ته د ملي اردو ځواکونه ور ورسېدل او نښته پيل شوه، چې کابو دوه ساعته يې دوام وکړ.

دده په وينا، په دې نښته کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣ نور يې ټپيان شوي، خو ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.