Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې چاودنې ١٧ تنه  ټپيان کړل

چاريکار( پژواک ٢ غويى ٩٣): د پروان په مرکز چاريکارو کې د محلي پوليسو په موټر کې ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې ١٧ ملکي وګړي ټپيان شول.

دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په نهه نيمو بجو د پروان د مرکز چاريکارو ښار په چوک کې رامنځته شوه.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ماين د محلي پوليسو په رېنجر موټر کې ځاى پر ځاى شوى و او چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوې ، چې موټر ولاړ و او پوليس په کې نه وو.

د هغه په وينا،  پوليسو ددې چاودنې ١٣ تنه ټپيان روغتون ته لېږدولي، چې ټول ملکي وګړي دي.

خو د پروان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمدقسيم سعيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې چاودنې ١٧ ټپيان،  چې يو يې ماشوم دى ، دې روغتون ته وروړل شوي دي .

دى وايي ، چې له ټپيانو څخه د اتو تنو ټپونه ژور دي.

وسلوالو طالبانو ددې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى دى، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې چاودنه يې پر سيمييزو پوليسو کړې او پنځو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.