کابل(پژواک، ٢ غويى ٩٣):د کابل پوليسو دوه پاکستاني وګړي او يو افغان له ځانمرګي واسکټ سره ددې ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ونيول.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ رييس سمونوال همايون عيني د سې شنبه په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي کسان تېر ماښام د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې په ترافيک څلور لارې کې نيول شوي دي.
هغه په ډاګه کړه، چې له دوى څخه يو ځانمرګى واسکټ او ځينې چاودېدونکي توکي هم تر لاسه شوي دي.
عيني وويل، چې دا کسان په يوه کرولا ډوله موټر کې سپاره وو او غوښتل يې، چې د ځانمرګي بريد د تر سره کولو په موخه د کابل ښار يوې نا څرګندې سيمې ته، چې وروسته به څرګنده شي، ولاړشي.
سرچينې زياته کړه، چې نيول شوي کسان د پوليسو تر څارنې لاندې دي او څېړنې ترې دوام لري.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي مرستيال محمد ايوب سالنګي هم په خپله ټوېټر پاڼه کې ددې کسانو د نيولو پخلى کړى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کورنيو چارو وزارت دغه ادعا رد کړې او ويلي چې هېڅوک په کابل کې نه دى نيول شوى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP