Language

اسعد اباد( پژواک ٢ غويى ٩٣): د کونړ چاراکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ايساف د ځواکونو په  هوايي بريد کې  د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته د ناړۍ ولسوالۍ اړوند د ساوخوړ په سيمه کې ترسره شوى دى.

ده زياته کړه، چې په ياد بريد کې د و سله والو طالبانو دوه مهم قوماندانان ( زرقاوي او غلام الله مشهور په حماد ) وژل شوي دي .

هغه وايي، چې  زرقاوي  د پاکستان اوسېدونکى دى.  

 ده وويل، چې دغو کسانو د ماينونو په جوړولو کې مهارت درلود او وخت ناوخته به يې پر امنتي ځواکونو بريدونه هم کول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه  څه نه دي ويلي.

Related Topics