ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: د تاجکو قوم ته به د ارشد وزارت څوکۍ ورکړم

author avatar
23 Apr 2014 - 21:17
author avatar
23 Apr 2014 - 21:17

کابل (پژواک ٣ غويى ٩٣): اشرف غني احمدزى وايي، چې د برياليتوب پر مهال به د تاجکو قوم مشر ته د ارشد وزارت چوکۍ ورکړي، چې واک به يې د ولسمشرۍ د مرستيالۍ په څېر وي.

اشرف غني دغه موضوع نن د هغه په کور کې، د يو شمېر بېلابېلو ولايتونو له مشرانو سره په ناسته کې کړې ده.

د دغې ناستې يوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې غونډې ګډونوال ټول د هغې جرګې غړي دي، چې د دوو مخکښو کانديدانو تر منځ د ښو او نېکو اړيکو رامنځته کولو او دوهم پړاو ته د ټاکنو د تلو پرمهال د ښو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، له ستونزو څخه د وتو لارې چارې، دوهم ځل ټاکنو د تلو پر مهال ملي يووالى، د قومونو د ګډون له لارې د ملي يووالى ساتل او د يوه ګډ حکومت رامنځته کول، د دغې جرګې له نورو موخو څخه ګڼل کېږي.

ياد کس، چې د دغې جرګې غړى او له نوم اخيستو يې ډډه کوله، د ولسمشرۍ د ياد نوماند له قوله وويل، چې د هغه حکومت به د ټولو قومونو د شتون اينه وي او حکومت به يې د ملي يووالي او کفايت پر بنسټ رامنځته کېږي، نه د قوميت له لارې.

پر دې سربېره اشرف غني ټينګار کړى، چى د هغه په ټيم کې به هيڅ افراطي کس ته ځاى نه وي او هېڅکله به هم دا ډول خلک د نوموړي استازيتوب ونه کړى شي.

اشرف غني احمدزي د خپلو خبرو په دوام سره داسې ويلي:”د تاجک د لوى قوم له حضور پرته به راتلونکى حکومت تکميل نه وي. په اوږدمهال کې د اساسي قانون د تعديل او دغه راز د څلورو مرستيالانو د رامنځ ته کولو او ورته د ځانګړو دندو تصميم لرو، ترڅو دغه خلا له منځه لاړه شي، خو په لنډمهاله کې ارشد وزارت، چې د ولسمشرۍ د مرستيال بڼه به ولري، د تاجکو مخکښ مشر ته بې وسپاري، زما ژمنه د لومړۍ ورځې په څېر تر پايه پورې د يوه ملي حکومت رامنځته کول دي.”

په دې ناسته کې، د يادې جرګې غړو حاجي دين محمد، نعيم کوچي، يوسف پښتون، حکمت کرزي، مولوي جوړه، مولوي سالک زاده، سناتور سرخابي، مولوي شمشاد، مولوي مودودي، مولوي لعلي، اسدالله وفا او عبدالرحمن  ځدراڼ ګډون درلود.

د دغې جرګې يوه غړي حاجي دين محمد پژواک ته وويل، دوى هوډ لري چې که چېرې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي، نو د مخکښو کانديدانو ترمنځ بايد سالمه سيالي رامنځ ته شي او په ټاکنو کې بريالى نوماند بايد د هېواد ټول قومونه په پام کې ونيسي.

تر دې مهاله د ټاکنو بريالى نوماند نه دى اعلان شوى، خو د ټاکنو کميسيون ويلي چې د يادو ټاکنو لومړۍ پايلې به د غويي مياشتې په ٦مه (راتلونکې شنبه) او وروستۍ پايلې به د دغې مياشتې په ٢٤ مه اعلان کړي.

د ټاکنو قانون له مخې، د ولسمشرۍ کانديد د دغې څوکۍ ترلاسه کولو لپاره بايد له ټولو رايو څخه ٥٠+١ سلنه رايه تر لاسه کړي او که چېرې د نوماندانو له ډلې څوک ياده سلنه تر لاسه نه کړي، نو ټاکنې دوهم پړاو ته ځي.

د ټاکنو دوهم پړاو ته د تلو پر مهال، د دوه مخکښو نوماندانو تر منځ د دوو اونيو په ترڅ کې بل پړاو ټاکنې تر سره کېږي او په دغه پړاو کې، چې هرڅوک ډېرې رايې ترلاسه کړي، نو ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاره پيدا کوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.