لښکرګاه (پژواک ۳ غويى ۹۳): د هلمند چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاين نيمګړى پاى ته ورسېد.
په دې اړه د غويي په دريمه د هلمند د والي وياند عمر ځواک او د دغه ولايت د نشه توکو رييس په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، دوى ته پر لس زره هکتاره ځمکه د کرل شوو کوکنارو د اړولو هدف ورکول شوى و، خو د ځينو ستونزو له امله يې يوازې دوه زره هکتاره کوکنار له منځه يوړل.
د والي وياند وايي: ((هغه ستونزې چې د کوکنار اړولو د کمپاين پر لړۍ يې بده اغېزه وکړه، پر يو وخت د ټاکنو پروسه، د اړوند وزارت نه پاملرنه او پرله پسې ورښتونه وو.))
نوموړي زياته کړه، د تېرو کلونو په پرتله که څه هم د کوکنارو په کرکيلې کې زياتوالى راغلى، خو د کمپاين پر مهال د وسله والو مخالفينو مقاومت کمزورى او پرته له ډېرو تلفاتو يې لړۍ پر مخ تللې ده.
ځواک زياته کړه، چې د کوکنارو له کمپاين سره سم يو ځاى په ځينو هغو سيمو کې چې د دولت د وسله والو مخالفينو خوځښتنونه ډېر وو، امنيتي پوستې جوړې شوې.
هغه دا سيمې د مارجې او نادعلي د باري ګل او عصمت بازار يادې کړې.
نوموړي وويل، په دغو سيمو کې د نشه يې توکو قاچاقبرانو د همدې نشه يي توکو راکړه ورکړه کوله چې اوس يې مخه ونيول شوه.
د ځواک په خبره، د روان کال د کوکنار اړولو د کمپاين پر مهال په نښتو او چاودنو کې يوازې ۵ پوليسو او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او دوه نور سرتېري ټپيان شوي دي.
دغه راز د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس محمدلعل احمدي وويل، لويه ستونزه نا امني وه، چې په دغه ولايت کې د کوکنارو د کر کچه زياته شوې او تر څنګ يې د دولت د وسله والو مخالفينو تشويق او فشار دى چې کروندګرو ورته مخه کړې ده.
هغه وايي، د و زارت له خوا هم دوى ته امکانات پوره نه دي ورکړل شوي، چې په کمپاين کې وسايل ترميم شوي واى، چې له امله يې کارونه ځنډلي دي.
د يادولو ده، تېر کال په دغه ولايت کې ۶۵زره هکتاره کوکنار کرل شوي وو چې يوازې ۳۰۰۰ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوه خو سږ کال پر سل زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې له هغې يوازې دوه زره او دوه سوه هکتاره کوکنار له منځه وړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP