Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل(پژواک  ٣ غويى ٩٣): په کابل ولايت کې د سعودي عربستان د مرستندويه ټولنې له خوا پر درې سوو بې وزلو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

 په کابل کې د سعودي عربستان د ټولنې مشر فضل حق د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د کابل اړونده په موسهي ولسوالۍ کې پر درې سوو بې وزلو کورنيو مرستې وېشلې دي.

د ده په وينا، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته لــس کيلوګرامه وريجې، لس کيلوګـرامه لوبـيا، درې کيلوګرامه غوړي، پنځه کيلو ګرامه بوره، يو کيلو شين چای او يوه کمپله ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دوى يادې کورنۍ له يوې سروې وروسته په ګوته کړې دي.

دى وايي، ياده ټولنه به د کابل ولايت په بېلا بېلو سيمو کې پر بې وزلو ٧زرو کورنيو دغه ډول مرستې ووېشي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.