فراه (پژواک ۳ غویی ۹۳): په فراه او ننګرهار کې څلور ملکي وګړي د ماين په چاودنو او په فراه کې يو سيمه ييز پوليس د وسله والو مخالفينو په بريد کې وژل شوي دي.
د فراه د پشترود ولسوال غوث الدین پژواک خبري اژانس ته وویل چې ياد دوه ملکي وګړي نن سهار شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالۍ په چهارده کلي کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې ووژل شول.
د ده په وينا، یاد ماین د طالبانو له خوا تر یو پلچک لاندې ځاى پر ځاى شوى و.
چهاردرې ته څېرمه د شهرکهنه کلي اوسېدونکى محمد عیسي وايي، چې ياد دوه ځوانان پر زرنج موټرسایکل روان وو، چې تر پلچک لاندې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد او دواړو ژوند له لاسه ورکړ.
د پشترود ولسوال دا هم وويل چې په چهاردره کې تېره شپه یو سیمه ییز پولیس هم د طالبانو په برید کې وژل شوى دى.
دى وايي: “تېره شپه ۱۱ بجي یو سیمه ییز پولیس د کوم کار لپار له خپلې سيمې نه یو څه بهر شوی و، چې د طالبانو له خوا ورباندې برید وشو، او ويې واژه.”
دغه راز د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم چاودنې دوه ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۹ نيمې بجې د دې ولسوالۍ اړوند د دامان په سيمه کې د ملکي وګړو په يو کرولا موټر کې چاودنه شوې، چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ټپيان چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى، د عامې روغتيا روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي.
د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين په ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې، ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله کړې او امنيتي ادارو ته يې جدي لارښوونه کړې، چې د پېښې عاملين تثبيت او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
وسله والو د يادو چاودنو او بريد په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP