کندهار (پژواک ٣ غويى ٩٣): په کندهار کې د (رايه د سولې لپاره) تر سرليک لاندې د ګرافيټي انځورونو درى ورځنى نندارتون پرانيستل شو.
په دغه نندارتون کې چې د غويي په ٣مه پرانيستل شو، هغه انځورونه نندارې ته وړاندې شوي چې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو په موخه د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې کښل شوي وو.
د انځورونو دغه نندارتون د کندهار د ښکلو هنرونو د ټولنې او هيندارې تعليمي او ټولنيزې پرمختيا موسسې په ګډ زيار د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې پرانيستل شوى دى.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دواخان مينه پال د نندارتون د پرانيستنې په مراسمو کې وويل، چې دغو انځورونو نه يوازې خلک په ټاکنو کې ګډون کولو ته وهڅول، بلکې د خپلې رايې په ارزښت يې هم وپوهول.
هغه زياته کړه، رسنۍ يا ميډيا په دوو برخو، اېن ډور او اوټ ډور (له دروزاې دننه او له دروازې بهر) وېشلې، چې ګرافيټي هنر د (اوټ ډور رسنيو) په زړه پورې برخه جوړوي، چې لوستو او نالوستو ته يو شان پيغام لېږدولاى شي.
د نوموړي په وينا، د ټاکنو په درشل کې د کندهار ښار پر دېوالونو د ګرافيټي هنر جوړو شوو انځورونو پر سړکونو او لارو د پليو او سپرو تګ راتګ کوونکو پام ځان ته ور اړاوه او د هغوى ذهنونو ته يې دا پيغام لېږداوه چې د خپل هېواد د برخليک ټاکلو په موخه بايد خپله رايه وکاروي.
مينه پال د دغه هنر پر ودې او پراختيا ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه چې له دې لارې دې د ټاکنو په څېر ورته نور ملي او ټولنيزو مسايل هم د خلکو د عامه پوهاوي په موخه منعکس شي.
په کندهار کې د هېندارې تعليمي او د ټولنيزې پرمختيايي موسسې مشر غوث الدين فروتن پژواک اژانس ته وويل، چې (رايه د سولې لپاره) تر سرليک لاندې په دغه نندارتون کې ټولټال ٣٦ انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
هغه زياته کړه، د ګرافيټي هنر دغه انځورونه د دريو مياشتو په اوږدو کې د ١٠ انځورګرانو او د هغوى د ٢٠ شاګردانو له خوا د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې پر دېوالونو کښل شوي دي.
د نوموړي په وينا، له دغه کار څخه د هغوى موخه د خلکو عامه پوهاوى و، تر څو د خپلې رايې په ارزښت وپوهېږي او په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
هغه خوښې وښوده، چې ګرافيټي هنر له لارې خلکو ته د پيغام په رسولو کې تر ډېره بريده بريالي دي او د تېر په پرتله ډېرو خلکو په کندهار کې په ټاکنو کې برخه واخيسته.
د کندهار د ښکلو هنرونو د ټولنې مشر او انځورګر امان الله درخشان پژواک اژانس ته وويل، دا چې په کندهار کې ګرافيټي انځورګري د خلکو لپاره بېخې نوې وه، نو ځکه يې د خلکو توجه ځان ته ور اړولې او اغېزمنتوب يې زيات وو.
دى وايي، ګرافيټي پر دېوالونو انځور جوړولو ته وايي، چې په نورو هېوادونو کې يې خلک د خپلو سوداګريزو اعلانونو او يا هم د ټولنې له خلکو سره د خپلو اندونو، نظرونو او پيغامونو شريکولو په موخه کاروي.
هغه وويل، له خپلو ملګرو سره يې تر ټاکنو وړاندې پوره درې مياشتې له هر راز کړاوونو او ګواښونو سره سره د دغو انځورونو په جوړولو خواري وکړه، تر څو له دې لارې خلک د ټاکنو په څېر په ملي پروسه کې ګډون کولو ته وهڅول شي.
د نوموړي په وينا، له هر کښل شوي انځور سره ورته په پښتو او انګلېسي ژبو بېلابېل لنډ پيغامونه هم ليکل شوي وو، تر څو خلکو ته هم په ليکلې بڼه او هم د انځور په ژبه پيغام وړاندې شي.
د انځورونو نندارې ته سلګونه نندارچيان راغلي وو او همدا يې ويل چې انځورونه ډېر په زړه پورې وو او خلکو ته يې دا پيغام په ډېره ښه توګه ورساوه چې د هېواد د برخليک ټاکلو په موخه بايد په ټاکنو کې برخه واخلي.
خو هغوى دا هم ويل چې خلکو دا ځل په ډېره لېوالتيا په ټاکنو کې برخه اخيستې، په کار ده چې د هغوى د پاکو رايو درناوى وشي او ناپاکې رايه ورڅخه بېلې شي.
د فضل باري په نوم د کندهار ښار يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، دغه انځورونه په ډېره ښکلې بڼه جوړ شوي، چې ورسره ډېر لنډ پيغامونه ليکل شوي او خلک فکر کولو ته هڅوي.
هغه په دې باور دى، چې که خلکو ته پيغام رسولو او عامه پوهاوي په موخه له دغه هنر څخه کار واخيستل او نوره هم وده ورکړل شي، نو ګټې به يې زياتې وي.
د يادونې وړ ده چې د نندارتون برخه والو نندارې ته د ايښودل شوو انځورونو له ډلې درې غوره انځورونه هم انتخاب کړل، چې انځورګران يې په جايزو او ستاينليکونو ووياړل شول.