کندهار (پژواک ٣ غويى ٩٣): په کندهار ولايت کې د وسله والو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي.
د کندهار ولايت سرپرست وياند دواخان مينه پال د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون په غورک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو په دې ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى، چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي دي.
د غورک ولسوال داروخان پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه د ولسوالۍ د ماشا کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، چې د څلورو پوليسو د وژل کېدو ترڅنګ درى نور نادرکه شوي هم دي.
دى وايي، تر اوسه دا نه ده معلومه، چې دغه پوليس به وسله والو بيولي وي که به له سيمې تښتېدلي وي، خو دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.