کندهار (پژواک ٤ غويى ٩٣): د زابل د شاه جوى ولسوال د وسله والو له يوه بريده روغ وتلى دى.
د شاه جوي ولسوال ملک علي محمد د غويي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د يادې ولسوالۍ په مرکز کې نن غرمه شاوخوا يوولس بجې د يو وسله وال کس له لوري وشو.
هغه زياته کړه، چې ده د شاه جوى ولسوالۍ له دوکاندارانو او ځايي اوسېدونکو سره د يوې حقوقي موضوع د څېړنې لپاره د ولسوالۍ په کلينيک کې غونډه درلوده، خو کله چې د ولسوالۍ له مرکزه روغتون ته ورسېد نو ډزې پرې وشوې.
د ولسوال په خبره، چې په دغه بريد کې ده او کسانو ته يې هېڅ زيان نه دى اوښتى.
ولسوال وايي، چې امنيتي ځواکونو له بريد وروسته په سيمه کې پلټنې پيل کړې خو لا يې څوک نه دي نيولي.
دوه ورځې وړاندې د زابل د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي هم د دغه ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې د ماين له يوې چاودنې روغ وتلى و.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP