واشنګټن(پژواک،٥ غويى٩٣):د امريکا متحده ايالتونو په کابل کې د هغه وسله وال بريد غندنه وکړه، چې په کې درې تنه امريکايان ووژل شول.
د غويي په ٤مه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د “کيور” خصوصي روغتون يوه ساتونکي د دغه روغتون يو بهرنى ډاکټر او د هغه دوه بهرني مېلمانه پر ډزو وژلي او يوبل بهرنى يې ټپي کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي و ، چې ددغه بريد انګېزه تراوسه نه ده معلومه، خو بريد کوونکى د پوليسو په ولکه کې دى او پوښتنې ترې روانې دي.
د سپنې ماڼۍ د ملي امنيت شورا ويانده کتلين هاېډين وايي، چې هېواد يې ددغې پېښې غندنه کوي.
نوموړې وويل ، له دې سره يې هېواد له افغانستان سره همکاريو او مرستو ته ژمن دى.
هغې زياته کړه: (( موږ په افغانستان کې پر هغو امريکايانو وياړو، چې له افغانانو سره اوږه په اوږه د ښه باثباته او ډيموکراټ افغانستان لپاره کار کوي.))
تر دې مخکې په کابل کې د امريکا سفارت د نورو جزيياتو له ورکولو پرته ويلي، چې د کيور په روغتون کې په يادو وژل شويو کسانو کې درې تنه يې امريکايان دي