Language

د غزني کتاب پلورونکي: د کتابونو د خرڅلاو لپاره مناسب ځاى نلرو

غزني (پژواک،٥غويى۹۳): په غزني کې يو شمېر کتاب پلورونکي وايي، چې دولت بايد ورته د کتاب پلورنۍ لپاره ځانګړى مارکېټ جوړکړي.

په غزني کې د کتابونو د پلورلو لپاره  مناسب ځاى نشته او ددغه ولايت د مرکز په بېلابېلو سيمو کې په غرفو او لارو کې کتابونه خرڅلاو ته اېښودل شوي وي.

د غزني ښار يوه کتاب پلورنکي عجب خان پژواک ته وويل،چې له ډېرو کلونو راهيسې د کتاب پلورنځي لپاره مناسب ځاى نلري.

نوموړي وويل:((زه له تېرو لسو کلونو راهيسې په غزنې ښار کې کتابونه پلورم ، څوځلې مو له ښاروالۍ او د اطلاعاتو اوکولتور رياستونوڅخه غوښتنه وکړه، چې يوځانګړى ځاى راته جوړکړي ،خو تراوسه څه نه دي شوي.))

دده په خبره، که چېرته کتاب پلورونکوته ځانګړى ځاى جوړ شي ، نو بازارونه به يې هم ښه شي.

په غزني کې يو بل کتاب پلورونکي محمد عارف پژواک ته وويل، دولت دې د کتاب پلورنکو لپاره مناسب ځاى پيدا کړي.

محمد عارف وايي:((نننۍ عصري ټکنالوژۍ په کتابونو او کتابخانو زياته اغېزه کړې ده،  مينه وال يې کم شوي، خو دولت بيا بيخي له پامه غورځولي يو.)) 

په غزني کې دکتاب يوشمېر مينه وال وايي، په دغه و لايت کې د کتابونو د پلور د مشخص ځاى د نشتوالي له امله په ستونزو کې دي.

د غزني يوتن ليکوال او شاعر رحمت الله مرجان خېل پژواک ته وويل، کله چې کوم ليکوال کتاب واخلي ډېر وخت يې د کتاب پلورنځيو په پيدا کولو تېريږي.

هغه وايي: (( هغه ورځ مې غوښتل ، چې يو کتاب واخلم، خو يو کتاب پلورنځى دلته وي بله يې په څلور سوه مترۍ کې ، سخت پسې وګرځېدم .))

د غزني د ښاروالۍ چارواکي وايي، چې تر اوسه ورته ددې موضوع په اړه د کتاب پلورنکو استازو مراجعه نه ده کړې.

ددغه ولايت ښارول فريدون احمدي پژواک ته وويل: ((که څه هم موږ ته تراوسه کتاب پلورونکو په دې اړه  مراجعه نه ده کړې ، خو پلان لرو، چې په غزني کې کتاب پلورونکو ته ځانګړى مارکېټ ولرو.))

خو د غزني د اطلاعاتو او کولتور د رياست چارواکي د کتاب پلورونکو ستونزې مني او وايي، چې په دې اړه يې د غزني  ښاروالۍ سره خبرې کړې دي او په ګډه يې يو لړ اقدامات هم تر سره شوي.

د غزني د اطلاعاتو او کولتور  رييس بسم الله شريفي وايي: ((زه دا منم چې کتاب پلورنکي له سونزو سره مخ دي،ډېر‌ى يې په ګرځنده ډول کتابونه پلوري ، چې د لمر، باد، باران له امله زيان ورسېږي .))

شريفي وايي، په غزني ښار کې تر څلوېښتو کتاب پلورنځي او په سلګونو ګرځند کتاب پلورونکي شته دي.

دده په خبره، چې په غزني کې يې دکتاب پلورونکو د مارکېټ په اړه د غزني له ښاروالۍ سره خبرې کړې دي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.

Related Topics