Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيکاد باطلو رايو او قرنطين صندوقونو د شمېر په اعلان کې  تېروتنه  شوې وه

ښرنه (پژواک،٥غويى٩٣):په پکتيکا ولايت کې دټاکنيزو شکايتونواورېدو کمېسيون وايي، چې په دې ولايت کې د باطلو او قرنطين شويو مرکزونو شمېر په هغه اندازه نه دى، کوم چې رسنيو ته رسېدلي.

ددې کمېسيون کمېشنر محمدخان عابد له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، دوه ورځې وړاندې ددې کمېسيون کمېشنر عبدالحميد ملنګ رسنيو ته په معلوماتو ورکولو کې تېروتنه کړې وه.

 

هغه وايي:((ملنګ رسنيو ته ويلي و ، چې په پکتيکا ولايت کې د۱۸۳مرکزونو رايې قرنطين او د ۱۲ محلونو رايې باطلې اعلان شوې دي، خو داسې نه ده.))

عابد وايي، د کره شمېرې له مخې ، په پکتيکا کې۱۱۴مرکزونه قرنطين او د ۹ مرکزونو رايې باطلې اعلان شوې دي.

د هغه په خبره ،په باطلو شويو رايو کې د څلورو ولسواليو لکه وازيخوا،ارګون،خوشامند او وړممۍ  مرکزونه شامل دي.

محمدخان عابد زياتوي، چې د يادو مرکزونو رايې يې دکره اودقيقو شواهدو پربنسټ باطلې کړې دي .

سرچينه وايي،د قرنطين شويو مرکزونو رايې به د ناظرينو په مخ کې د دې جمعې  تر ورځې  وشمېري او په اړه به يې پرېکړه ، خلکوته واوروي.

دوه ورځې وړاندې ددې کمېسيون کمېشنر عبدالحميد ملنګ له پژواک اژانس سره په خبروکې ويلي و، دپکتيکا د۱۸۳مرکزونورايې قرنطين او د ۱۲محلونو باطلې اعلان شوې دي.

خو   ملنګ د غويي په ٥مه پژواک ته ومنله ، چې په ارقامو کې ترې تېروتنه شوې وه.

هغه وويل:(( پخوانيو ارقامو وړاندې کولو کې تېروتنه شوې وه، اصلا په پکتيکا کې۱۱۴مرکزونه قرنطين او د ۹ مرکزونو رايې باطلې اعلان شوې دي.))

د نوموړي په وينا، باطلې رايې په ټاکلې موده کې باطلې علان شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.