Language

چارواکي: پاکستاني پوځيانو  يوځل بيا پر کونړ توغندي توغولي

اسعداباد(پژواک،٥غويى٩٣):د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا پر دغه ولايت ١٨ توغنديي بريدونه کړي دي.

دا توغندي ددغه ولايت  د دانګام ولسوالۍ په ځينو سيمو لګېدلي، چې چارواکي يې  لرې واټن ويشتوونکي بولي.

دکونړولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې شپې راهسې دکونړولايت په سرحدي ولسوالۍ دانګام د پولې له هغې غاړې د پاکستاني پوځيانو له خوا د لرې واټن اتلس توغندي راوېشتل شوي ، چې خلکوته  مالــي زيانــــونه اوښتي دي.

امنيه قوماندان وايي، چې دغه توغندي د دانګام ولسوالۍ په زاړه برول، کچلي او د شينکي پر سيمو  لګېدلي دي.

نوموړي زياتوي، چې  که نړيواله ټولنه او مرکزي دولت د دې بريدونومخه ونه نيسي ، نو د کونړ ولايت د سرحدي ولسواليو خـلک به لـه ډېروستونزوسره مخ شي.

 افغان حکومت تل  ددغو بريدونو غندنه کړې او د هغو د بندولو غوښتونکى شوى دى.

Related Topics