Language

دادرس: بهرنيان په کندهار او هلمند کې زندانونه لري

کندهار (پژواک ٦ غويى ٩٣): د بهرنيو ځواکونو د زندانونو د څېړلو په موخه ګومارل شوى پلاوى وايي، د خپلو څېړنو په پايله کې يې معلومه کړې چې بهرني ځواکونه نه يوازې په کندهار، بلکې په هلمند کې هم زندانونه لري.

دغه څرګندونې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې مشر او غړي عبدالشکور دادرس نن (د غويي ٦مه) د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې خبريالانو ته وکړې.

په پلاوي کې چې د ملي دفاع وزارت د نظامي پوليسو قوماندان تورنجنرال غلام فاروق بارکزى، د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړي عبدالکريم قانت او عبدالشکور دادرس، د ملي دفاع ادارې د امنيت برخي او د وزيرانو شورا د دارالانشاء او د چارو ادارې د عمومي رياست کارپوه بريد جنرال انورشاه په کې شامل دي، د وري مياشتې په ٣١مه نېټه کندهار ته راغلي وو.

ياد پلاوي په کندهار او هلمند ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د زندانونو د شتون او څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړې او په اړه يې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

د دغه پلاوي غړي عبدالشکور دادرس پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکايي او برېتانوي ځواکونه په کندهار او هلمند کې زندانونه لري.

هغه زياته کړه، په دې اړه ګومارل شوى پلاوى د کندهار د سيمه ييزې ادارې په همکاري د غويي مياشتې په لومړې نېټه وتوانېد چې په کندهار هوايي ډګر په ساحه کې د امريکايي ځواکونو په زندانونو کې څېړنه وکړي.

د نوموړي په وينا، هغوى د همدغو زندان په څېړنه بوخت وو، چې په ورته توګه په هلمند ولايت کې هم د بهرينو ځواکونو د يوه بل زندان د څېړلو امر ورته وشو.

دى وايي، پلاوى د کندهار ولايت تر څنګ په هلمند ولايت کې د ښوراب پوځي اډې ته لاړل او هلته ورته ثابته شوه، چې برېتانوي ځواکونه هم په ورته توګه زندانونه لري.

دى وايي، د بهرنيو ځواکونو دغه زندانونه د ولسمشر د وروستيو فرمانونو او د افغانستان له نافذه قوانينو سره په ټکر کې دي.

دادرس که څه هم د زندانونو د شمېر او په دغو زندانونو کې د بنديانو د شمېر په اړه ډېر جزئيات ور نه کړل خو ويې ويل، چې په کندهار او هلمند کې د بهرنيو ځواکونو د زندانونو شمېر تر يوه او دوو زيات دى.

هغه زياته کړه، تر هغه مهاله رسنيو ته بشپړ جزئيات نه ورکوي، تر څو چې د خپلو څېړنو په پايله کې چمتو شوى راپور يې ولسمشر ته نه وي سپارلى.

دا چې په دغو زندانونو کې بنديان په کوم تور ساتل کېږي، دادرس وويل چې په عمومي توګه په دغو زندانونو کې بنديان د دولت ضد وسله وال مخالف او وسله وال قوماندان په تور ساتل کېږي.

هغه دا هم وويل، چې په دغو زندانونو کې يوازې افغان بنديان ساتل کېږي او بهرني اتباع په کې نه وو، خو د هغوى د شمېر په اړه يې څه ونه ويل.

د نوموړي په خبره، د زندانونو د څېړلو په برخه کې د هغوى دنده د زندانون د شتون تثبيتول، د بنديانو د شمېر او جرمونو معلومول او د هغوى انتقال او برخليک ټاکل دي.

هغه خبر ورکړ، چې په دې برخه کې به ډېر ژر مثبت نتايج ترلاسه شي.

کندهار ته د بهرنيو ځواکونو د زندانونو د څېړلو پلاوى په داسې حال کې دغلته د زندانونو د شتون خبره کوي، چې د پلاوي تر راتلو وړاندې يې سيمه ييزو چارواکو په اړه ناخبري ښودلې وه.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې ولايتي اداره اصلاً د دغه زندان له شتون څخه خبره نه دي او نه هم چا ورته په دې اړه شکايت کړى دى.

د کندهار د استيناف محکمې رييس مولوي عبدالغفار صايم هم ويلي وو، چې د زندان له شتون څخه خبر نه دى، خو که چېرې وي هم، نو دا په تمامه معنا ناقانونه زندان دى او د حکومت حاکميت تر پوښتنې لاندې راولي.

ټاکل شوې ده د بهرنيو ځواکونو د زندانونو د څېړلو پلاوى په کندهار او هلمند ولايتونو کې د شته زندانونو په اړه ډېر معلومات ولسمشر ته د راپور تر سپارلو وروسته ورکړي.

Related Topics