جلال اباد (پژواک ٦ غويى ٩٣): د ننګرهار ځوانانو او د مدني ټولنو استازو د دويم پړاو ټاکنو لپاره د کلکو امنيتي تدابيرو غوښتنه وکړه.
دوى دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې، چې لسګونو ځوانانو او د ننګرهار امنيتي چارواکو په کې ونډه اخيستې وه.
د ځوانانو د ټولنې يوه فعال سيداغا عرب وويل، چې دغه ځل ځوانانو کلک هوډ کړى څو په ننګرهار کې د رايه کارونې درجه لوړه کړي.
هغه زياته کړه، دوى د ټاکنو په دويم پړاو کې لومړى عامه پوهاوى رامنځته کوي، څو په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر شي.
عرب وايي: ((موږ په کلک هوډ راوتلي يو، ځکه موږ ته د افغانستان راتلونکى مهم دى که ټاکنې دويم پړاو ته ځي بايد له پخوا زيات خلک په ټاکنو کې ونډه واخلي.))
د مدني ټولنې يو بل فعال او د ملي يووالي ټولنې مشر حاجي عمر بيا د ټاکنو پر خپلواک او د شکايتونو پر کمېسيونونو غږ کوي، چې رايه شمېرنه او شکايات دې په بې پرې ډول وڅېړي.
ده زياته کړه، هېڅوک دې د افغانستان پر راتلونکي لوبې نه کوي او که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته ځي نو بايد بيا په رڼه او بې پرې ډول ترسره شي.
دى وايي: ((موږ اماده يو چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه په دويم پړاو کې امنيت وساتو.))
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هم ډاډ ورکړ، چې د پخوا په شان يې ټول امنيتي ځواکونه يو ځل بيا تيار دي چې د ټاکنو امنيت خوندي کړي.
دى وايي، که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي نو بايد له پخوا نه څو چنده ننګرهاريان په کې برخه واخلي او د خپلو تېرو ورکړو رايو اثبات به کوي.
ګرديوال وويل: ((ننګرهاريان به خپل شتون د خپلو رايو پر بنسټ ښيي او موږ هيله من يو چې شکايات به ټول په پرې ډول څېړل کېږي.))
د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال دادان لونګ د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى ځواکونه کولى شي، چې په دويم پړاو کې هم امنيت وساتي.
جنرال لونګ وايي، د ملي اردو ځواکونه به په ډېرې اسانۍ سره وکولاى شي د ټاکنو د دويم احتمالي پړاو امنيت خوندي کړي.
نوموړي وويل: ((موږ د دې خاورې لپاره خدمت کوو، د ټاکنو دويم پړاو که وي او که اول خو امنيت زموږ ملي او وظيفوي وجيبه ده.))
د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل هم پژواک ته وويل، چې دوى به يو ځل بيا هم د ټاکنو د امنيت په خونديتوب کې فعاله ونډه اخلي.
هغه زياته کړه: ((د پولې ساتل زموږ کار دى او د پخواپه څېر به د پولو د ساتلو تر څنګ په نورو امنيتي مسايلو کې موږ ونډه اخلو او کار به کوو.))
حسن خېل وويل، چې امنيتي ځواکونه به په يوه خوله د ټاکنو د دويم احتمالي پړاو امنيت ساتي او پر ولسونو يې هم غږ وکړ که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي نو بايد له پخوا يې شمېر څو چنده زيات شي.
ياده دې وي چې د تېرې وري مياشتې په ١٦مه نېټه په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP