غزني (پژواک ٦ غويى ٩٣): په غزني ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر د ماين د چاودنې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا پنځه نيمو بجو د غزني ښار اړوند په عالي لالا سيمه کې د عامه پوليسو پر رنجر موټر رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو پوليس او دوه ملکيان وژل شوي، څلور پوليس او درې عام وګړي ټپيان دي.
د غزني د ولايتي روغتون مشر بازمحمد همت وايي، چې دوى ته درې مړي او ٧ ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په خبره، په وژل شويو کسانو کې يو پوليس او په ټپيانو کې څلور پوليس شامل، چې روغتيايي وضعيت نازک او د زياتې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.