Language

د مومند خپرندويې ټولنې مشر ومړ

جلال اباد (پژواک ٦ غويى ٩٣): د مومند خپرندويې ټولنې مشر نصيرالله مومند د ورپېښې ناروغۍ له امله په هندوستان کې ومړ.

د نصير مومند نږدې خپلوان او د مومند خپرندويې ټولنې سرپرست فضل مولا مومند د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه، چې نوموړى نن اته بجې د هند په مکس روغتون کې ساه ورکړه.

دى وايي چې مومند د سرطان ناروغي درلوده او د يادې ناروغۍ له امله شاوخوا يو کال په پاکستان او هندوستان کې تر درملنې لاندې و.

ده زياته کړه، چې د نصير مومند جنازه به تر سبا له هندوستان څخه راوړل شي او بيا به يې خاورو ته د سپارلو ترتيبات ونيول شي.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون د نصير مومند پر مړينه خواشيني څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د نوموړي مړينه پښتو ادب ته يوه ستره ضايع ده.

ازمون وايي، چې نصيرالله مومند لس کاله پخوا په ننګرهار کې د مومند په نوم خپرندويه ټولنه جوړه کړې وه چې تر دې دمه يې زرګونه عنوانه هنري، علمي او ديني کتابونه چاپ کړي دي.

ده زياته کړه: ((مومند يو له هغو ځوانو خدمتګارانو و، چې پښتو ژبې ته يې ډېرې منډې ترړې کړي.))

نصيرالله مومند شاوخوا ٣٢ کلن و او د کتابونو د چاپ او خپرولو تر څنګ يې په خپله هم ١٠بېلابېل کتابونه ليکلي او ژباړلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.