جلال اباد (پژواک ٧ غويى ٩٣): د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د اوبو د يوه ځايي سربند د ماتېدو او د هغه د راخوشي کېدو له وېرې کډې کولو ته اړې شوې دي.
په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې ذفنون ساپۍ د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د لغمان ولايت د اليشنګ پر سيند تړل شوى سربند چې سلګونه جريبه ځمکې ترې خړوبېږي، د راخوشي کېدو له ګواښ سره مخ دى.
نوموړې وايي، يو شمېر ځايي اوسېدونکي له خپلو کورنو وتلي او وېريږي، چې که بند خوشى شي، کورونه يې اوبه لاندې کوي.
ذفنون وويل: ((د ډېرو اوبو له امله بند تخريب شوى او که چېرې بند خراب شو، نو شاوخوا ٨٠ کلي به اوبه لاندې کړي.))
نوموړې پر مرکزي حکومت غږ وکړ، چې په دې برخه کې دې مرسته وکړي، څو د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ ولسونه او د مرکز يو شمېر برخې د اوبو له ګواښه خلاصې شي.
د ولسي جرګې غړې زياته کړه که چېرې بند له منځه ولاړ شي نو ښايي ولايت مقام هم تر اوبو لاندې شي.
د اليشنګ ولسوالۍ يو ه بل اوسېدونکي قاري غلام الرحمان پژواک ته وويل چې سربند د تخريب له امله ښايي يو شمېر کورونه اوبه لاندې کړي.
نوموړي هم پر ولايتي ادارې غږ وکړ، چې د سربند د تخريب مخه دې ونيسي، څو زرګونه خلک له مشکله خلاص شي.
ده زياته کړه: ((اکثره خلک له خپلو کورونو وتي دي خلک وېريږي چې اوبه يې کورونه ويجاړ نه کړي.))
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته ومنله چې د اليشنګ پر سيند جوړ شوى سربند د نړېدو له ګواښ سره مخ دى.
نوموړي وويل، چې سربند ډک شوى دى او که چېرې اوبه نورې را زياتې شي نو لرې نه ده چې اوبه پر کورونو واوړي.
ده وويل: (( څه موده وړاندې هم د دې سيمې خلک راغلي وو، والي صېب ورته هدايت کړى و، چې اسکواټور دې ونيسي تر څو سربند خالي کړي او پېسې به يې د اضطرار کمېټه ورکوي، خو هغوى په دې کار کې لږه لټي کړې.))
دى وايي، چې اوس د لغمان والي د اضطرار کمېټې او يو شمېر نورو اړونده ادارو ته هدايت کړى چې سيمې ته ولاړ شي او عاجل اقدامات وکړي.
د ځواک په وينا، چې په سيمه کې د دوو قومونو تر منځ مشکل موجود دى يوه غاړه يې د سربند د پاکېدو مخه نيسي او بله غاړه يې د پاکېدو غوښتونکې ده.
ده وويل چې بېړنۍ کمېټه او د نورو اړوند ادارو مسوولين له قومونو سره ناست دي او ډېر ژر به يې پر وړاندې اقدامات وشي.
ياده دې وي، چې تېره ورځ د هېواد په يو شمېر نورو ولاياتو کې بيا سختونو سيلابونو د راوتلو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او يو شمېر کورونه يې له منځه وړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP