Language

کونړ کې بې پيلوټه الوتکه لوېدلې

اسعداباد (پژواک ٦ غويى ٩٣): د کونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو يوه کشفي بې پيلوټه الوته غورځېدلې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا الوتکه د دغه ولايت د شيګل ولسوالۍ د موړې په سيمه کې غورځېدلې ده.

د کونړ امنيه قوماندان وايي: ((د معلوماتو له مخې دا الوتکه يوازې کشفي بې پيلوټه الوتکه وه او د تخنيکي ستونزې له امله رالوېدلې ده.))

حزب اسلامي او طالبانو دواړه وسله والو ډلو د دې الوتکې د غورځولو مسووليت اخيستى او ويلي يې دي، چې د دوى وسله والو ويشتلې خو امنيتي چارواکي دا ادعا ردوي.

ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې کشفي بې پيلوټه الوتکه په داسې حال کې راغورځېدلې، چې د تېرې مياشتې په وروستيو کې په همدې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١٧ طالب مشران ووژل شول.

د ملي امنيت عمومي رياست د وري مياشتې په ١٩مه پژواک ته ويلي وو، چې په دغه بريد په پايله کې په وژل شوو وسله والو کې د کونړ لپاره د طالبانو د والي نور قاسم صبري په ګډون مهم طالب قوماندان شامل وو.

Related Topics