Language

خليلي: سېلاب ځپلې کورنۍ دې د مرستو له پلوه هيڅ اندېښنه نه کوي

مېمنه (پژواک ٧ غويى ٩٣): د ولسمشر دويم مرستيال له يو شمېر وزيرانو سره يو ځاى د فارياب ولايت له سېلاب ځپلو څخه له نږدې ليدنه کړې او له هغوى سره يې د همدردۍ تر څنګ د هر ډول مرستو ژمنه کړې ده.

 فارياب کې وروستيو سېلابونو، د ماشومانو او ښځو په ګډون د ٤٣ کسانو ژوند اخيستى او همدرانګه يې سلګونه کورنيو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.

 د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي، نن له غرمې وړاندې د عامې روغتيا، کرنې، فوايد عامې او د کليو پراختيا وزيرانو په ګډون، د فارياب ولايت له خواجه سبز پوش ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه او سلګونه  سېلاب ځپلو ته يې وينا وکړه.

 د ولسمشر دويم مرستيال وويل: ” موږ له تاسو سره د همدردۍ ښودلو لپاره دلته راغلي يو او له تاسو او سيمه ييزو چارواکو سره له کتلو او دغه راز د مرګ ژوبلې او زيان له څېړلو وروسته به له تاسو سره مرستې وکړو.”

 هغه زياته کړه، چې خوراکي توکو، جامو او په خوندي توګه د بې ځايه شويو کورنيو بيرته ستنېدو ته لومړيتوب ورکوي.

 او په دويم پړاو کې به دوى ته د بنسټيزو زيانونو لکه د کرنيزو ځمکو او نښلوونکو لارو د له منځه تلو په برخه کې مرسته وکړي.

 خليلي زياته کړه، کابل کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ په پرونۍ ناسته کې د بېړنيو حالاتو کمېټې او مرستندويه موسسو ژمنه وکړه، چې له سېلاب ځپلو سره به په پراخه  کچه مرستې وکړي.

 ولسمشر کرزي په فارياب، جوزجان، سرپل او بادغيس ولايتونو کې د وروستۍ مرګ ژوبلې او مالي زيانونو په رامنځته کېدو خپګان څرګند  او کريم خليلي ته يې سپارښتنه کړې، چې دى په خپله له يادو سيمو څخه ليدنه وکړي او له زيانمنو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

 د فارياب والي محمد الله بتاش وويل، چې د وروستيو سېلابونو له امله  د ٨ ښځو او ٣ ماشومانو په ګډون ٤٣ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او د دې ترڅنګ ٨ زره څاروي، له ٢٢٠٠ څخه ډېر کورونه، ١٤ زره کرنيزه ځمکه او باغونه، ١٩٠ سربندونه او شاوخوا ٨٥ کيلومتر سړک له منځه تللى دى.

 هغه زياته کړه، چې د فارياب سيمه ييزو چارواکو له دوى سره شته امکانات هغوى ته رسولي، خو دا مرستې بسنه نه کوي او دولت له دوى سره بايد ژر تر ژره اړينې مرستې وکړي.

د دغه ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د سېلاب ځپلې کورنۍ يوه غړي عبدالجليل پژواک ته وويل: ” موږ ټول شته له لاسه ورکړي او اوس د کورنۍ له يوولسو غړو سره يو ځاى له ډوډۍ او اوبو پرته د ونو لاندې شپې ورځې سبا کوو.”

هغه زياته کړه، چې له دوى سره له يو څو وچو ډوډيو پرته هيڅ مرسته نه ده شوې.

 

Related Topics