غزني(پژواک،٧غويى٩٣):د غزني د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې ددغه ولايت د ملکي روغتون ودانۍ د ړنکېدو له ګواښ سره مخ ده او ممکن راوغورځېږي.
د غزني د عامې روغتيا رييسه ضياګل اسفنديې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل،چې ددغې ودانۍ ځينې برخې تېره اوونۍ راولوېدلې او نورو ډېرو برخو يې هم درزونه کړي دي.
هغې زياته کړه :((درې کاله وړاندې انجنيرانو وړاندوينه کړې وه، چې بايد دا ودانۍ خالي شي، ځکه د ړنګېدوله ګواښ سره مخ ده ، خو موږ تراوسه په کې اوسېږو، تېره ورځ هم ددې روغتون دداخلې ب څانګې خونې ونړېدې او هغه ځاى مو خالي کړ.))
اسفندې وايي ، چې په ۱۳۸۳ لمريزکال کې د عامې روغتيا وزارت په غزني ولايت کې يو روغتون منظورکړ، چې بيايې په ۱۳۸۵ کال کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه ، د احاطې دېوال او يو بلاک هم پکې جوړ شو.
خو هغې زياته کړه، چې تر هغه وروسته دا کار په ټپه ودرېد او هېڅ پرمختګ پکې ونه شو.
نوموړې وويل، چې تېرکال بيا پنځه ميليونه ډالره منظور شول اونږدې وه، چې کاريې پيل شي، خو دوى نه پوهېږي، چې ولې يې تر اوسه کارونه نه دي پيل شوي.
ضيا ګل وويل، چې په دې اړه يې زياتې منډې وکړې ، ددې روغتون ټول تدارکاتي او قانوني کارونه خلاص شوي ، خو تراوسه يې په کارونو کې کوم پرمختګ نه دى شوى.
ضياء ګل اسفندي وايي، چې تېره ورځ يې د داخله ناروغيو خونې خالي کړې دي،د نشه يي توکو د څانګې لپاره يې د قلعه جوز په سيمه کې ودانۍ جوړه شوې ده، خو فعاليتونه دلته مرکزي روغتون کې کوي.
د غزني د ولايتي روغتون يوه ډاکټر نورالرحمن پژواک اژانس ته وويل ، دغه ودانۍ ډېره پخوانۍ ده او اوس نړېدو ته نږدې شوې ده.
نوموړي زياته کړه : (( دا ودانۍ نه يواځې زړه، بلکې تنګه ده او اړتياوې نه شي پوره کولى.))
ډاکټرنورالرحمن وايي، چې شايد دغه ودانۍ له دې وروسته نور کار ورنه کړي او که چېرې د روغتون نوې ودانۍ جوړه نه شي، نو يوه ورځ به ونړيږي اودوى به د سړک سرته راووځي او لاريونونه به وکړي.
د ملکي روغتون يو تن ناروغ احمد خان ، چې له تېرو لسو ورځو راهيسې دلته بستر دى، پژواک ته وويل ، چې له هر لوري څخه بدبوى راځي.
هغه زياته کړه، چې درمل نشته، صفايي نشته، ودانۍ زړه شوې، ددې پر ځاى چې دلته ناروغان ښه شي، نور هم ناروغه کېږي.
د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت هم دا مني، چې دا ودانۍ ډيره زړه شوې او د تخنيکي انجنيرانو په خبره ، چې د نړيدو له ګواښ سره مخ ده او بايد ژر تر ژره تخليه شي.
د نوموړي په وينا، دغه روغتون ته له غزني سربېره له نورو ګاونډيو ولايتونو څخه هم ناروغان ددرملنې په موخه راځي، خو امکانات يې ډېر کم دي.
همت وايي، چې د غزني د ولايتي روغتون ناروغان بيخي زيات دي، نو دوى د ځاى له کمبود سره هم مخ دي او که ودانۍ يې جوړه شي، نو ډېرې ستونزې به يې هوارې شي .
غزني ولايت چې د کابل – کندهار پر لويه لاره پروت دى او زياتره وخت په دغه لاره کې د ترافيکي پېښو ټپيان هم دغه روغتون ته راوړل کېږي او ددې ترڅنګ له نورو ولايتونو څخه ورته زيات ناروغان راځي ، د غزني ولايتي روغتون ۱۳۰ بستره لري او ددې ترڅنګ ورته هره ورځ په لسګونه نور ناروغان هم راځي.