Language

د بلخ د ښار مېشتو سيمو ۹۰ سلنه اوسېدونکي د سواد زده کړې له لارې باسواده شوي

مزارشريف ( پژواک، ٧ غويى ٩٣ ) : د بلخ د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې ددې ولايت په ښار مېشتو سيمو کې ۹۰ سلنه اوسېدونکي د سواد زده کړې د روانې لړۍ له لارې باسواده شوي دي.

د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيال لاجمير افغانزي په مزارشريف ښار کې د غويي په ۷مه، د سواد زده کړې د پراختيا په برخه کې د رسينو د اغېز په اړه د جوړي شوي کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی هڅه کوي، چې د بلخ ولايت په لرې پرتو سيمو کې د سواد زده کړې لړۍ ته پراختيا ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د تېرو کلونو د نسبي ناامني له امله د دوی هڅې تر ډېره تر ښار مېشتو سيمو پورې رالنډې وې، چې په دغو سيمو کې يې ښه پايله ورکړې ده.

د هغه په وينا، د بلخ ولايت په ښار مېشتو سيمو کې د سواد زده کړې د روانې لړۍ په اوږدو کې ۹۰ سلنه بې سوادو ته يې ليک لوست ښودلی دی.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي ۴۳کلن محمد نبي پژواک ته وويل، چې له تېرو شپږو مياشتو زده کړو څخه وروسته اوس ليک او لوست کولی شي.

نوموړي زياته کړه، چې د خپلو اولادونو په تشويق او لارښوونه يې له خپلې مېرمن سره يو ځای تېر کال د سواد زده کړې په کورس کې ځان شامل کړی و، چې اوس دواړه ليک او لوست کولی شي.

د پوهنې رياست مرستيال افغانزي وويل، چې دوی د مزارشريف ښار په ګډون د هرې ولسوالۍ په مرکز کې د سواد زده کړې يوه څانګه لري، چې ۷ ښوونکي پکې تدريس کوي.

نوموړي زياته کړه، چې هره ښوونکى ۵۰ بې سوادو ته زده کړې ورکوي، چې په دې حساب يې د تېر کال په اوږدو کې د ټول ولايت په کچه ۵۲۵۰ بې سوادو ته ليک لوست ورښودلی دی.

د هغه په وينا، دغه لړۍ له تېرو پنځو کلونو راهيسې را روانه ده، چې له دې وروسته به د دوی تمرکز د ولسواليو په لرې پرتو سيمو باندې وي.

لاجمير د سواد زده کړې په روانه لړۍ کې د رسنيو رول تر ټولو مهم وباله.

نوموړي زياته کړه، چې رسينو له دوی سره ګام پر ګام د خلکو د فکرونو په مثبت بدلون کې مرسته کړې او هيله کوي، چې دغه مرستې همداسې روانې وساتي.

Related Topics