Language

جلال اباد ( پژواک، ٧ غويى ٩٣ ) : د ننګرهار والي وايي، چې دوى هڅه کوي، څو له جلال اباد هوايي ډګر څخه ملکي الوتنې  هم پيل کړي.

دغه هوايي ډګر، چې د جلال اباد ښار ختيځ ته په پنځه کيلو مترۍ کې موقعيت لري، له تېرو څو کلونو راهيسې پکې د امريکايي ځواکونو پوځي اډه ده  او هغوى ترې دپوځي الوتنو لپاره ګټه اخلي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د غويي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،   مولوي عطاء الله لودين نن په داسې حال کې ، چې ددې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم ، دننګرهار د ملکي او نظامي هوايي چلند او د يوشمېر نورو ادارو مسولينو يې ملتيا کوله ، دجلال اباد له هوايي ډګر  څخه  ليدنه وکړه .

د عبدالزي په وينا، دغه کتنه د هوايي ډګر د ځغاستې ليکې (رن وى) ترمينل ، هوايي ځواکونو ددندو او خوب له ځايونو ، او دجومات ترڅنګ له ځينو نورو زينتي ځايونو نه ترسره شوه .

د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې د ملکي او نظامي هوايي چلند مسوولينو او په هوايي ډګر کې يې د بهرنيو ځواکونو له قوماندان سره جلا ناسته وکړه او دهوايي ډګر د اوسني حالت په اړه يې ترې معلومات وغوښتل .

هغه زياته کړه، چې ختيځ د هېواد يو له مهمو برخو نه دی ، چې حاجيان ، عادي وګړي او سوداګر يې د هوايي چلند خدماتو ته زياته اړتيا لري او ددې سيمې پرمختګ لپاره خورا مهم دی.

  لودين وايي : ((  په همدې دليل موږ هڅه کوو سږ کال دجلال اباد له هوايي ډګر نه ملکي پروازونه پيل شي . ))

دننګرهار والي داهم وويل چې په دې برخه کې ورسره مرکز هم همکاري کوي او کومې چارې ، چې د ولايت په ادارو پورې تړلي ، بايد ‌ژر تر ژره يې سرته ورسوي .

والي  همداراز د ملکي او نظامي هوايي چلند او دجلال اباد په هوايي ډګر کې بهرنيو ځواکونو مسولينو ته لارښوونه وکړه ، چې په خپلو کې د ګډو مشورو او همغږۍ له لارې د پروازونو عملي پيليدا لپاره هڅې وکړي .

د ملکي هوايي چلند امر رحمت الله شجاع دننګرهار والي ته ډاډ ورکړ ، چې دوی دملکي پروازونو پيل لپاره مسلکي پرسونل لري .

د ننګرهار والي د جلال اباد په هوايي ‌ډګر کې دمېشتو بهرنيو ځواکونو له مسوولينو سره تر ليدنې وروسته له هغوى نه وغوښتل، چې له دې وروسته يواځې په اقتصادي او روزنيزو برخو کې له افغانانو سره مرستې وکړئ .

والي زياته کړه : ((زموږ باور دادی ، چې دسولې ټينګښت او دجګړې دپای ورځې نږدې شوي او ډېر ژر به افغانان د ارام ساه واخلي .))

دجلال اباد په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان ريچارد  وويل، چې دوى اوس په عملياتو کې برخه نه لري ، ټول عمليات د افغانانو په مشرۍ ترسره کېږي او د ټاکنو په امنيت کې دوى کوم رول نه درلود.

هغه زياته کړه :  (( موږ اوس مهال په اقتصادي ،  دقانون حاکميت او د افغان ځواکونو د تعليم او تربيې په برخه کې وظايف مخ ته وړو او ژمن يو چې په راتلونکي کې به هم له افغان دولت سره په مشوره خپلې دندې تنظيم کړو.))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.