Language

د کندهار ښار د چهل زينو په تاريخي سيمه کې تفريحي پارک پرانيستل شو

کندهار( پژواک، ٧ غويى ٩٣ ) : د کندهار ښار لوېديځ پلو د چهل زينو په تاريخي سيمه کې يو تفريحي پارک تر جوړېدو وروسته د خلکو پر مخ پرانيستل شو.

د پارک د پرانيستلو په مراسمو کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، ښاروال محمد عمر عمر، سوداګرو او يو شمېر قومي مشرانو ګډون کړى و.

د ياد شوي تفريحي پارک د پرانيستلو پر مهال د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د دغه ولايت اوسېدونکو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې دغه تفريحي پارک د چهل زينو په تاريخي سيمه کې په ډېره ښکلې بڼه جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه،د غرونو لړۍ، کليو او کورونو، کرنيزو ځمکو او باغونو د پارک ښکلا يو په دوه کړې او دا به د هېواد په کچه د طبيعي ښکلا په لرلو لوى پارک وي.

د ده په وينا، دغه پارک د خلکو په پيسو(ماليه او ټکس) او د ښاروالۍ په زيار جوړ شوى دى.  

د کندهار ښاروال محمد عمر عمر پژواک اژانس ته وويل، چې اوسمهال د پارک د لومړۍ برخې کار بشپړ او پرانيستل شو، چې په ٨ جريبه ځمکه کې د اتو مياشتو په اوږدو کې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه د  پارک پر يادې شوې لومړۍ برخې ٤٣ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د ښاروالۍ له بوديجې ورکړل شوى.

د ده په وينا، د دغه پارک د څلورو نورو برخو کار لا پاتې دى، چې ټولټال ٤ ميليونه امريکايي ډالر لګښت ورباندې راځي، چې يا به د ښاروالۍ له بوديجې او يا هم د مرستندويه ادارو له خوا ورکړل شي.  

ښاروال دغه راز وويل، چې د دغه تفريحي پارک ټوله ساحه به شاوخوا ٤٠ جريب  وي او هغه ځمکې به هم د پارک برخه وګرځي، چې خلکو غصب او لاندې کړې دي.

د کندهار ښاريان د ياد شوي تفريحي پارک په جوړېدو خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي، چې د دغه پارک نظم او ساتنې ته دې پام وشي.

د کندهار ښار د ميرويس مېنې يوه اوسېدونکي ادريس پژواک اژانس ته وويل، په ښارونو کې تفريحي پارکونه له ژوندانه سره تړلې اړتيا ده او دا لومړى ځل دى، چې په کندهار کې دغسې يو لوى تفريحي پارک جوړېږي.

هغه زياته کړه، د کندهار ولايت اوسېدونکي او ښاروالي دې په ګډه د پارک نظم او ساتنې ته زياته پاملرنه وکړي.

د کندهار ښار د کابلشاه سيمې اوسېدونکې حميرا بيا وايي ، چې کندهار د تفريح لپاره طبيعي ځايونه لري، خو له ښار څخه د لروالي او ځينو نورو امنيتي ستونزو له امله ډېر خلک نه شي ورتلاى.

هغې له دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې په دغه تفريحي پارک کې دې يا يوه برخه د ښځو لپاره بېله شي او يا دې په اوونۍ کې څو ورځې د ښځو لپاره وټاکل شي، تر څو هغوى هم وکولاى شي په ډاډه زړه دغه پارک ته لاړې شي.

Related Topics